روسي شرګت ګازپروم مالدوا ته د ګازو نه ورکولو ګواښ کړی

مالدوا
د عکس تشریح، د مالدوا د بهرنیو چارو وزیر مني چې اوس مهال یې هېواد د ګاز له پلوه له بحران سره مخامخ دی او بیه یې د بل هر وخت پرتله لوړه ده.

د مالدوا د بهرنیو چارو وزیر نېکو پاپیسکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، هېواد یې د تېرې دوشنبې په ورځ ''تاریخ جوړ کړ '' او په لومړي ځل یې د روسیې له ګازپروم شرکت پرته له یوې بلې سرچینې ترلاسه شوي ګاز وپیرل.

که څه هم مالدوا د ګاز له ژور بحران سره مخامخ دی خو نېکو پاپیسکو هڅه کوي چې خوشبین اوسي.

مالدوا له یوه پولنډي شرکت نه یو میلیون مکعب متره ګاز اخیستي خو هغسې چې روسي شرکت ګګازپروم ګواښ کړی که پر مالدوا د ګاز پلور بند کړي نو مالدوا له دې نه خورا ډېرو ګازو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهال مالدوا کارېدونکی ۱۰۰ سلنه ګاز له روسیې نه ورځي خو له روسیې نه مالدوا ته د ګازو د ليږدولو تړون د تېر سپتمبر میاشت کې پای ته رسېدلی.

روسي شرکت ګازپروم د ګازو بیه لوړه کړې او مالدوا ویلي چې په لوړه بیه یې نه شي اخیستی.

د تړون په نشتوالي کې ګازپروم شرکت مالدوا ته د ګازو ورکړه کمه کړې چې له امله یې مالدوا د ۳۰ ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی.

ګازپروم شرکت مالدوا تورنوي چې 'بحران ' رامنځ ته کوي او غوښتنه یې کړې چې مالدوا دې ۷۰۹ میلیونه ډالر پور ورکړي خو مالدوا د دې پیسو له ورکړي سره مخالفت لري.

په ورته مهال د مالدوا او ګازپروم شرکت ترمنځ خبرې روانې دي.

مالدوا وايي غواړي چې له ګګازپروم شرکت سره یو تړون وکړي خو چې شرایط یې د دوی له غوښتنو سره سم وي.

پوښتنه دا ده چې که له روسي شرکت ګازپروم سره نوی تړون ونشي آیا مالدوا چې په اروپا کې یو بې وزله هېواد دی د دې توان لري چې له بل ځای نه ګاز وپیري؟

د مالدوا د بهرنیو چارو وزیر مني چې اوس مهال یې هېواد د ګازو له پلوه له بحران سره مخامخ دی او بیه یې د بل هر وخت پرتله لوړه ده.

په وروستیو کلونو کې له رومانیا نه مالدوا ته د ګازو د لېږد یوه نل لیکه غځول شوې چې ورسره د ښاغلي پاپیسکو په وینا مالدوا د خودیتوب احساس کوي.

نوموړي ویلي د اروپايي ټولنې له خوا هم ورته لارښونه شوې چې څنګه کولای شي د ګازو له پلوه خپلې اړتیاوې په څو ورځو کې پوره کړي خو اوس مهال چې مالدوا د ګازو له کمښت سره مخامخ ده د ګڼو فابریکو چارې ترې اغیزمنې شوې دي.

اوس مهال د مالدوا مشرتابه د اورپايي ټولنې له ملاتړه برخمنه ده ځکه نو ډېر خلک شک کوي چې د روسي شرکت ګازپروم لخوا د ګازو ورکړه د کرملین په سلا کمه کړای شوې ده.

مالدوا
د عکس تشریح، په وروستیو کلونو کې له رومانیا نه مالدوا ته د ګازو دلېږد یوه نلیکه غځول شوې ده.

د مالدوا د ولسمشر یوه پخواني سلاکار ویلي سږکال په پارلماني ټاکنو کې د روسیې له ملاتړه برخمن ګوند ماتې وخوړه ځکه نو روسیې مالدوا ته د ګاز د ورکړې په برخه کې خپل چلن بدل کړی دی.

سرګیو توفالیټ ویلي کریملین غواړي چې د مالدوا خلکو ته سزا ورکړي چې ولې یې د دوی د خوښې ګوند ته رایه ورنکړه.

خو کرملین دا ادعا ردوي چې ګواکې له انرژۍ نه د یوې وسلې په توګه کار اخلي.

د پوتين غبرګون

ولسمشر پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د خپل هېواد د انرژۍ زېرمې د اروپا پر ضد د یوې سیاسي وسلې په توګه کاروي.‌

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټوله اروپا کې د ګازو بیې لوړې شوې دي او د عامو وګړو د انرژۍ بېلونه په بېساري توګه ګران شوي.

روسیه اروپا ته د ګازو یوه تر ټولو لویه عرضه کوونکې ده،‌ خو اروپایي مشران پر مسکو تور لګوي چې قصداً یې د ګازو عرضه کې کمی راوستی.‌

خو ولسمشر پوتین ویلي، دا تورونه هسې چټیات دي‌ او د سیاسي موخو له کبله لګول کېږي.‌

په ورته مهال اروپایي کمېسیون خپلو غړو هېوادونو ته د داسې اقداماتو سپارښتنه کړې چې له مخې یې د ګازو لوړېدونکې بیې کنترولولی شي.‌

له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې اروپا کې د ګازو بیو کې ۲۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی، او دې چارې پر عامو وګړو او تولیدي شرکتونو بده اغېزه کړې.‌

د انرژۍ بیو کې دا زیاتوالی بېلابېل لاملونه لري. د بېلګې په توګه د کورونا له بندیزونو وروسته تولیدي‌شرکتونه بېرته پرانیستل کېږي او ورسره بازار کې د ګازو تقاضا یا اړتیا هم زیاته شوې ده.