ترکمنستان ایران ته د ګازو صادرول درولي

د عکس سرچینه، Google
د ایران د ګازو ملي شرکت ویلي، ترکمنستان ایران ته د ورکړل شوي ګاز د پیسو د ځنډولو له کبله د ګازو صادرول درولي دي.
د ایران د تېلو وزارت اړوند خبري اژانس "شانا" د ایران د ګازو د ملي شرکت د یوې خبرپاڼې له خولې ویلي: "ترکمنګاز په سم لاسي ډول ایران ته د یکشنبې په ورځ د ګازو صاردول درولي او له تهرانه یې د ګازو د هغو پیسو د ورکولو غوښتنه کړې چې د دواړو پرې لانجه ده. "
تهران وړاندې ویلي وو، چې دا ستونزه یې په موقت ډول حل کړې ده، خو ترکمنګاز تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.
ایران په تېره دسمبر میاشت کې وویل، ترکمنستان ځکه ایران ته د ګازو صادرول درولي، چې نژدې ۱٫۸ میلیارد ډالر یې نه دي ورکړي. دا مبلغ د تېرو لسو کلونو د لانجو له کبله پاتې دی.
تهران هڅه کوي دا مساله درېیمګړي ته راجع کړي.
ایران په جنوب کې د طبیعي ګازو ډېرې سیمې لري، خو له ۱۹۹۷ کال راهیسې له ترکمنستان نه ګاز واردوي او په شمالي سیمو کې یې د ژمي پرمهال وېشي.
ترکمنستان له قطر، روسیې او ایران وروسته د ډېرو نړیوالو احتیاطي ګازو له اړخه څلورم ځای لري.








