کابل او عشق اباد پر دوه اړخيزو اړيکو بحث کوي

ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر ټینګولو خبرې اترې وکړي.
افغان ولسمشر اشرف غني او ترکمن ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف به د ترانزیتي فعالیتونو پر پراختیا هم بحثونه وکړي.
ټاکل شوې د ترکمنستان ولسمشر د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
کابل ته د ده د سفر پر مهال کلک امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي ځواکونه د پلازمېنې پر واټونو کې ځای پر ځای شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکیب مستغني له بي بي سي سره په خبرو کې کابل ته د ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف سفر مهم وباله.
د بهرنيو چارو وزارت وايي په دغه سفر کې به کابل او عشق آباد ترمنځ یو لړ موافقې هم لاسلیک شي.
افغانستان دا مهال له ترکمنستان سره ښې سوداګریزې اړیکي لري او له دغه هېواده برېښنا، تېل او ګاز واردوي.
ترکمنستان د ګازو د ټاپي او لاجوردو لارې په ګډون په یو شمېر سترو اقتصادي پروژو کې چې افغانستان د سيمې له هېوادونو سره نښلوي مهم رول لري.
د ټاپي پروژه چې له مخې به يې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته صادرېږي ميلياردونه ډالر لګښت غواړي چې د سيمې د اقتصادي ښېرازۍ لپاره مهمه پروژه بلل کېږي.
د ټاپي پروژه چې شاوخوا ۱۷۰۰ کيلومتره اوږدوالي يوه ستره برخه يې د افغانستان له خاورې تېرېږي.
ترکمنستان له افغانستان سره تر ۷۰۰ کیلومترو اوږده پوله لري.








