د انرژۍ نړیوال اژانس: د فسیلي سونتوکو پر نویو پروژو پانګونه باید ودرېږي
د انرژۍ نړیوال اژانس وایي تر ۲۰۵۰ کال پورې صفر ته د ګلتوني ګازونو د تولید د رسولو او دغه راز د دې لپاره چې په خطرناک ډول د نړۍ د تودوخې د مخنیوي فرصت له لاسه ونه وځي، د فسیلي توکو د سونتوکو پر ټولو پروژو باید پانګونه ودریږي.
"ای يي اې" ګلاسکو کې د "سي او پي ۲۶" مهمې اقلیمي غونډې لپاره په یو ځانګړي راپور کې وړاندوینه وکړه چې راتلونکو دریو لسیزو کې به د فسیلي سونتوکو تقاضا د پام وړ را کمه شي.
ځینې کارپوهان دغه نوی راپور له دې امله ارزښتمن بولي چې د دوی په وینا د انرژۍ نړیوال اژانس یوازې د ژوند او ژواک یوه فعاله ډله نه بلکې یو نفوذ لرونکی فکري مرکز هم دی چې دولتونو ته د انرژۍ د سیاست برخه کې سلا مشورې ورکوي.
د انرژۍ نړیوال اژانس د ۱۹۷۰ یمې لسیزې له نفتي کړکېچ وروسته جوړ شوی او د انرژۍ ستر شرکتونو او پانګوال یې له رپوټونو او وړاندوینو تر ډيره د اوږد مهاله پروګرامونو لپاره ګټه اخلي.
دغه فکري مرکز د پاریس د اقلیم تړون کې پر نوې انرژۍ د پراخې او چټکې پانګونې غوښتنه کړې وه.
خو له راتلونکي کال د نفت او ګازو د پروژو ناڅاپي دریدل له امکان لرې ښکاري ځکه چې د انرژۍ لوی شرکتونه لا هم پر هیدروکاربن سونتوکو پانګونې ته لېوالتیا ښيي.
د ای يي اې مدیر فاتح بیرول وايي د دوی نوي راپور کې تشریح شوې نقشه ښيي چې تر۲۰۵۰ کال پورې صفر ته د کاربن رسول ستونزمن خو څه نا څه ممکن دی.
له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره باید څه وشي؟
د انرژۍ د نړیوال اژانس مدیر وايي: " دې اړینې او ډېرې ستونزمنې موخې ته د رسېدو لپاره د روانو اړینو هڅو اړخونه او چټکوالی، په ډير احتمال هغه تر دې دمه بشریت په ورپېښې تر ټولو لویې ستونزې بدلوي - خو دا د اقلیم د بدلون ستونزې ته د رسېدو او د سانتي ګراد په ۱.۵ درجې پورې د تودوخې د محدود ساتلو لپاره زموږ تر ټولو ښه موقع ده."
د دغې ډلې له وړاندیزونو یو دا دی چې له ۲۰۲۱ کال وروسته دې د نفت او ګازو د څاګانو هیڅ نوې پروژه نه تائیدېږي.
دغه راپور وايي په تیلو چلېدونکي موټرونه دې تر ۲۰۳۵ کال پورې ودرول شي او په روانه لسیزه کې هر کال د انرژۍ اغیزمنتیا ۴ سلنه ښه والی ومومي.
د انرژۍ نړیوال اژانس ټینګار کوي تر ۲۰۳۰ کال پورې دې له لمر او باد د برېښنا د تولید ظرفیت په کلني ډول په ترتیب سره ۶۳۰ او ۳۹۰ ګیګاواټه ته ورسیږي.
آی يي اې وايي تر ۲۰۵۰ کال پورې پاکې انرژۍ او د اخلي پخلي پاکو لارو ته لاسرسی کولای شي په کلني ډول له وخت وړاندې د مړینو شمېر ۲.۵ میلیونه راټیټ کړي.
دغه راپور وړاندوینه کوي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د فسیلي سونتوکي ټوله نړۍ کې د کارېدونکو سونتوکو شاوخوا یو پنځمه برخه جوړوي، په داسې حال کې چې دمګړۍ د سون لپاره له پنځو څلور برخ فسیلي توکي کارېږي.
د دغه راپور موندنې پر نویو پروژو د پانګونې لپاره د نفت او ګازو د سترو شرکتونو له پروګرامونو سره په ټکر کې دي. همداراز د کاناډا په څېر د نفت تولیدونکي هېوادونه هم په نفتي پروژو کې د نویو جوازونو د صادرولو هوډ لري.
د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې د 'رایستد انرژي' شرکت د روانې میاشتې څېړنه ښيي، چې د کورونا وبا له کبله د فسیلي انرژۍ پر برخه د پانګونې له کمېدو سره سره، د انرژۍ د برخې شرکتونه به په ۲۰۲۵ کال کې د ګازو او نفتو پر پروژو ۴۸۰ میلیارد ډالر پانګونه وکړي.
د انرژۍ نړیوال اژانس دغه راز وايي د ډبرو سکرو ټولې له کاره لوېدلې بټۍ باید تر ۲۰۳۰ کال پورې وتړل شي.
د پاریس د اقلیم د تړون له مخې د دې لپاره چې د تودوخې د ناوړه پایلو مخه ونیول شي، نو هېوادونه باید د تودوخې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.
د 'سي او پي ۲۶' اقلیمي کنفرانس رییس الوک شرما تېره اوونۍ وویل غوښتنه یې دا ده چې د نرژۍ د سرچینې په توګه د سکرو ډبرو کارېدل باید ودرېږي.
سي او پي ۲۶ کنفرانس روان کال ګلاسګو کې ترسره کېږي.
د انرژۍ له نړیوال اژانس د دغه رپوټ غوښتنه ښاغلي شرما کړې وه، چې د بریتانیا پارلمان کې د محافظه کار ګوند استازی او د کابینې غړی هم دی.








