پوتین: خپلې د انرژۍ زېرمې د اروپا پر ضد د سیاسي وسلې په توګه نه کاروو

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د خپل هېواد د انرژۍ زېرمې د اروپا پر ضد د یوې سیاسي وسلې په توګه کاروي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ټوله اروپا کې د ګازو بیې لوړې شوې دي او د عامو وګړو د انرژۍ بېلونه په بېساري توګه ګران شوي.
روسیه اروپا ته د ګازو یوه تر ټولو لویه عرضه کوونکې ده، خو اروپایي مشران پر مسکو تور لګوي چې قصداً یې د ګازو عرضه کې کمی راوستی.
خو ولسمشر پوتین ویلي، دا تورونه هسې چټیات دي او د سیاسي موخو له کبله لګول کېږي.
په ورته مهال اروپایي کمېسیون خپلو غړو هېوادونو ته د داسې اقداماتو سپارښتنه کړې چې له مخې یې د ګازو لوړېدونکې بیې کنترولولی شي.
له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې اروپا کې د ګازو بیو کې ۲۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی، او دې چارې پر عامو وګړو او تولیدي شرکتونو بده اغېزه کړې.
د انرژۍ بیو کې دا زیاتوالی بېلابېل لاملونه لري. د بېلګې په توګه د کورونا له بندیزونو وروسته تولیديشرکتونه بېرته پرانیستل کېږي او ورسره بازار کې د ګازو تقاضا یا اړتیا هم زیاته شوې ده.

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
خو ولسمشر پوتین چارشنبه د (مسکو انرژۍ فورم) ته وینا کې تور ولګاوه چې اروپایي ټولنې له تېر ساړه ژمي وروسته خپلو زېرمو کې په کافي اندازه ګازه نه وو ذخیره کړي.
نوموړي وویل، د انرژۍ بازار کې د ثبات لپاره د یو اوږدمهاله مېکانېزم جوړولو کولو ته اړتیا ده.
روسي ولسمشر وویل، د روسیې د ګازو دولتي شرکت (ګزپرام) د اوسني قرارداد له مخې اروپا ته په لوړه اندازه ګاز ورکوي، او که اړتیا وي نو دا کچه نوره هم ډېرولی شي.
نوموړي وویل: "زموږ شریکان چې هر څومره ګاز وغواړي، موږ یې ورکوو. موږ هېڅکله هم انکار نه دی کړی".
خو مخالفینو تور لګوي چې روسیې قصداً د ګازو عرضه کمه کړې او غواړي له دې لارې پر اروپایي مشرانو فشار واچوي چې د (نارډ-۲) په نامه د روسیې د ګازو د نللیکې ناندریزه پروژه ومني.
د دې پروژې له مخې به روسیه د یوې نللیکې له لارې جرمني ته مستقیماً ګاز استوي او دا نللیکه به د اوکراین له خاورې هم نه تېرېږي.
مخالفین وایي، د دې پروژې اصليموخه دا ده چې اروپا د انرژۍ برخه کې لا ډېره روسیې ته محتاجه شي.
خو ولسمشر پوتین وایي، دا یوه سوداګریزه پروژه ده او که پلې شوه نو د اروپا د انرژۍ ستونزې به د تل لپاره حل کړي.









