پخوانی چارواکی: شمالي کوریا به هېڅکله له اتومې وسلو لاس په سر نشي

شمالي کوریا
د عکس تشریح، کیم کوک سونګ وايي د شمالي کوریا د مشرتابه وفاداره او رازداره و خو په وینا یې شمالي کوریا کې وفاداري څوک نه شي خوندي کولای.

د شمالي کوریا د استخباراتو یوه پخواني لوړ پوړي چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي ګومان نه کوي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون دې هېڅکله هم له اتومي وسلو نه لاس په سر شي.

کیم کوک سونګ چې د شمالي کوریا په استخباراتو کې یې له ۳۰ کاله دندې ترسره کولو وروسته د ډګروالۍ رتبه واخیسته په ۲۰۱۴ کال کې لوری بدل کړ او سویلي کوریا ته لاړ.

له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې ښاغلي سونګ داسې یو انځور وړاندې کړ چې د پینګ یانګ مشرتابه د پېسو موندلو په خاطر څومره هڅې کوي.

نوموړي ویلي چې د پېسو ترلاسه کولو په خاطر د پینګ یانګ مشرانو د مخدره توکو معاملې کولې او په منځیني ختیځ او افریقا کې یې وسلې پلورلې.

د شمالي کوریا د استخباراتو دغه پخواني چارواکي دغه راز تور پورې کړ چې شمالي کوریا هغه پخواني چارواکي چې سویلي کوریا ته اوښتي وي وژني خو پینګ یانګ دا تور تل رد کړی دی.

د کیم کوک سونګ د ویرې پخواني عادتونه اوس هم ورسره دي.

له څو اونیو بحثونو او خبرو وروسته نوموړی له بي بي سي سره یوې مرکې ته حاضر شو خو لا یې هم ویره لرله چې مرکه به یې څوک اوري ځکه نو د کامرې پر وړاندې یې تورې عینکي اغوستې وې.

ښاغلی سونګ د شمالي کوریا د استخباراتو په ځواکمنې ادارې کې ۳۰ کاله د یوه لوړ پوړي چارواکي او اعتباري کس په توګه کار کړی.

نوموړی وايي د شمالي کوریا د پخواني مشر سترګې، غوږونه او ذهن همدا د استخباراتو اداره وه.

نوموړي ادعا کوي چې ده د شمالي کوریا د مشرانو رازونه ساتل، د مخالفینو د وژلو لپاره به یې کسان استول او ان د انقلابي بودیجې د ډېرولو په خاطر یې د نشه يي توکو یو غیرقانوني لابراتوار هم جوړ کړی و.

دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا د استخباراتو دغه پخوانی افسر د بي بي سي په څېر یوې لویې رسنۍ سره مرکه کوي.

کیم کوک سونګ وايي چې د شمالي کوریا د مشرتابه مهم راز داره او وفاداره کس و خو په وینا یې وفاداري او رازداري په شمالي کوریا کې څوک نه شي خوندي کولای.

نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د وژل کېدو له ویرې سویلي کوریا ته واوښت او له هماغه راهیسې په سیول کې اوسېږي او د سویلي کوریا له استخباراتو سره کار کوي.

شمالي کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلی سونګ وايي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي ''شمالي کوریا کې ټولې پېسې د مشر دی.''

کیم کوک سونګ وايي د شمالي کوریا مشرتابه ډېره لیواله ده چې په هرې شونې لارې چې وي پېسې ترلاسه کړي که هغه د مخدره توکو د معاملو لاره وي او که په مینځني ختیځ او افریقا کې د وسلو پلور.

بي بي سي د نوموړي له خوا شوې ادعاوې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو نوموړي خپل هویت ثابت کړی او ویلي دي چې د امکان ترحده به د لګولو تورونو په اړه شواهد وړاندې کړي.

بي بي سي په لندن او نیویارک کې د شمالي کوریا له سفارتونو سره د دغو ادعاو په اړه اړیکه ټینګه ګړه خوتراوسه پورې یې کوم غبرګون نه دی ترلاسه کړی.