فومیو کېشیدا د جاپان د لومړي وزیر څوکۍ لپاره ګوندي ټاکنې وګټلې

د عکس سرچینه، Getty Images
د جاپان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فومیو کېشيدا د حاکم ګوند لیبرال ډېموکراټ مشر وټاکل شو او په نږدې راتلونکې کې به د دغه هېواد لومړی وزیر شي.
ښاغلي کېشیدا د ګوند د مشرتابه لپاره په یوه سخته سیالۍ د اداري اصلاحاتو وزیر تارا کونو ته چې په ځوانانو کې ډېر ملاتړي لري ماتې ورکړه.
فومیو کېشیدا به د یوشیهیده سوګا پر ځای چې اوس یې له دندې استعفا کړې ده لومړی وزیر وټاکل شي.
ښاغلی سوګا وروسته له هغه له خپلې دندې لاس په سر کېدو ته اړ شو چې له کورونا وېروس سره د مقابلې څرنګوالي او په په همدې کورونايي شرایطو کې د نړیوالو المپیکي سیالیو ترسره کولو د ده په حکومت کې بدلونونو ته لاره هواره کړه او دې لړ کې ده پرېکړه وکړه چې له خپلې دندې استعفا وکړي.
په تېره یوه میاشت کې په جاپان کې د کورونا وېروس سخته څپه راغلې وه، د کورونا واکسین لړۍ هم ډېره پڅه روانه وه.
جاپان یو له ستړو صنعتي او بډایو هېوادونو دی چې سیاسي ثبات او اقتصادي فعالیت یې په نړیوال ډګر کې مهم رول لري. جاپان په تېرو دوه لسیزو کې له افغانستان سره هم یو له لویو مرستو کوونکو هېوادونو وو.
د نوي لومړي وزیر فومیو کېشیدا تر ټولو سخت ماموریت به په راتلونکو ټاکنو کې سیالي او لیبرال ډېموکراټ ګوند بریا ته رسول وي.
خو دا چې د ده ګوند سږ کال د کوویډ۱۹ ناروغۍ په سختو شرایطو کې نړیوالې المپیکي سیالۍ ترسره کړې، پلویان یې کم شوي او همدې مسلې د راتلونکي لومړي وزیر او د ګوند د نوي مشر پر اوږدو دروند بار اچولی.
له کورونا وېروس سره مقابله، د واکسین پڅ بهیر او له شمالي کوریا سره شخړه به د ده د واکمنۍ د مهال تر ټولو سترې ننګونې وې.
په پام کې ده راتلونکې اونۍ د اکتوبر پر څلورمه پارلمان د لومړي وزیر په توګه د ښاغلي کېشیدا د ټاکلو لپاره ځانګړې غونډه وکړي.
له ټاکل کېدو وروسته به دی د جاپان سلم ( ۱۰۰ ) لومړی وزیر وي. دی چې له یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو لري منځ لاری لېبرال سیاستوال بلل کیږي او تمه ده چې د یوه ښي اړخي سیاستوال په توګه د دودپال ګوند لیبرال ډېموکراټ مشري وکړي.
د بي بي سي د جاپان څانګې خبریاله ماریکیو بيو وايي د رایه ورکوونکو لپاره د جاپان بهرنۍ کړنلاره هم مهمه ده، دا وایي جاپانیان به وګوري چې ښاغلی کېشیدا له امریکا او چین سره اړیکو کې توازن ساتلی شي او کنه؟








