جاپان؛ دوو سوو کلونو کې اول ځل په خپله خوښه تاج پرېښودل

شہنشاہ اکیہیتو اور رانی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ۲۰۰ کلونو کې اول ځل دی چې یو جاپانی پاچا په خپله خوښه له تخت کوزېږي.

د جاپان پاچا اکیهیتو د سې شنبې په ورځ له تاج او تخت لاس په سر شو او دا په تېرو دوو سوو کلونو کې د خپل ډول اولنی پاچا دی چې خپل تاج پرېږدي.

د پاچا یا امپراتور له واک د ګوښه کېدو دا مراسم د پاچايي ماڼۍ په ایین شینتو عبادتځي کې ځانګړو مراسمو سره ترسره شول.

دې مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې، د پاچا مېرمن میچیکو، ولیعهد ناروهیتو او مېرمن یې او د پارلمان د دواړو جرګو مشرانو او د سترې محکمې لویو قاضیانو ګډون درلود.

د مراسمو پای کې د جاپان لومړي وزیر د اکیهیتو له تخت کوزېدل رسما اعلان کړل.

۸۵ کلن پاچا ته د تخت پرېښوده قانوني اجازه هغه وخت ورکړل شوه چې ویې ویل، د خپل عمر او خراب صحت له امله خپل رول سم نشي په ځای کولی.

د هغه زوی شهزاده ولي عهد ناروهیتو په دویمه ورځ کریسینتهیم تخت باندې کېني او نوې دنده پیلوي.

جاپان کې پاچا کوم سیاسی واک نه لري، بلکې سمبولیک خدمت کوي.

پاچا اکیهیتو چې د ناروغو او مصیبت ځپلو خلکو سره میلاوېده، د جاپانیانو په زړونو کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.

پاچا ولې د تخت پرېښودو پرېکړه کړې؟

شہزادہ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۵۹ کلن شهزاده ولیعهد د جاپان نوی پاچا شو.

اکیهیتو له ۱۸۱۷ کال راهیسې لومړنی جاپانی پاچا دی چې په خپله خوښه تخت پرېږدي.

۸۵ کلن پاچا پر ۲۰۱۶ کال یوه وینا کې وویل، چې زړبوډن یې د دندې په مخ کې خنډ کېږي او هغه مهال یې ژمنه وکړه چې په دغسې حالت کې دنده پرېږدي.

کله چې پوه شم چې صحت مې خرابېږي، نو خپه کېږم چې د هېواد د زعیم په توګه زه د خپلې دندې سر ته رسولو کې له ستونزو سره مخ کېږم.

د شمېرو له مخې د جاپان ډېرو خلک د پاچا د متقاعد کېدو له هیلې سره سره د هغه همدردي وکړه او یو کال وروسته پارلمان یو قانون جوړ کړ چې پکې

ولي عهد شهزاده څوک دی؟

اکیہیتو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اکیهیتو پر ۲۰۱۶ کال وویل چې د روغتیايي ستونزو له امله له تخت کوزېږي.

شهزاده ناروهیتو د جاپان ۱۲۶ پاچا دی او د واکمنېدو سره یې رسما ریوا پیلېږي او هیسیه يي دور ختمېږي چې د اکیهیتو په پاچا کېدو سره له ۱۹۸۹ کال راهیسې پیل شوې وه.

د جاپان د هر امپراتور یا پاچا د واکمنۍ لپاره ځانګړی نوم غوره کېږي د اکیهیتو لپاره هیسه يي نوم غوره شوی و چې سولې ته د رسېدو مانا لري.

د نوي پاچاپ واکمنۍ ته ریوا نوم غوره شوی چې د زړه خوښې جوړېدلو مانا لري.

۵۹ کلن ناروهیتو اکسفورډ پوهنتون کې زدکړې کړې او ۲۸ کلنۍ کې ولیعهد شو.

ویل کېږي چې پر ۱۹۸۶ کال د خپلې مېرمنې او شهزادۍ ولیعهدې مساکو اووادا سره په چای ولیدل او پر ۱۹۹۳ کال یې واده سره وکړ.

دوی دواړو یوه لور شهزۍ ایکو پر ۲۰۰۱ کال وزېږوله.

په هر حال د جاپان اوسني قانون کې ښځې وراثت کې تخت ترلاسولی نه شي او په دې دلیل د تخت ځایناستې کېږي نه.

د هغه تره شهزاده فومیهیتو د ځایناستۍ کتار سر کې دی او له هغه وروسته یې د تره زوی شهزاده هیساهیتو دی چې له شهزادګۍ ۱۲ کاله لوی دی.

جاپان کې د ځایناستۍ دا بدلون څنګه لمناځل کېږي؟

شہنشاہ اکیہیتو اور رانی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پاچا اکیهیتو پر ۲۰۱۱ کال سونامي ځپلو سره خواخوږي کوي.

جاپان کې ګولډن ویک یا د طلايي اونۍ رخصتي روان کال کې لسو ورځو ته زیاتې شوې چې د نوي پاچا د تخت کېناستو مراسم پکې ګډ شي.

له تخت لاس په سر کېدل د جشن په څېر لمانځل کېږي او دا د پاچا اکیهیتو د ۳۰ کاله پخواني تخت کېناستو سره بلکل مختلف دي.

نوموړی د خپل پلار مړه کېدو پسې په تخت کېناست او هغه مهال په جاپان کې د هغه د پلار له امله ویر روان و.

خو دا ځل چاپان کې خلک رخصتیو کې بهر وځي، سینماوو ته سر ور ښکاره کوي یا په کور کېني او د هغه د تخت پرېښودو او د زوی د تخت کېناستو مراسم ګوري، چې نېغ په تلوېزون خپرېږي.

دا لومړی ځل دی چې له تخت د یو ژوندي سړي د کوزېدو مراسم کتل کېږي.

د تاج په سرولو دویم چانس دی چې پر تلوېزون خپرېږي.

له دې مخکې د پاچا اکیهیتو د تخت کېناستو مراسم هم ۳۰ کاله مخکې ژوندي خپاره شوي وو.

د جاپان پاچايي ولې مهمه ده؟

جاپان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاچايي ماڼۍ معبد کې د پاچا د تخت کوزېدو مراسم

دا نړۍ کې خورا پخوانۍ میراثي پاچايي ده چې لا هم روانه ده.

ویل کېږي چې ۶۰۰ مخزېږد یا قبل المیلاد کې پیل شوې ده.

حقیقت کې جاپاني پاچایانو ته د "خدای" په سترګه کتل کېدل، خو دویمه نړیواله جګړه کې د اکیهیتو پلار هیروهیتو جاپان کې وسله پر ځمکه وغورځوله، نو هغه وخت یې په عمومي ډول خپله "خدايي" پرېښوده.

خو بیا هم پاچا اکیهیتو له جګړې وروسته د جاپان د بایللي عزت د جبران لپاره هڅه وکړه.

نوموړی د پاچا او ولس ترمنځ د رامنځ ته شوي درز لرې کوونکی بلل کېږي.

پاچا شاذو ډېر کم له ولس سره لیدلي، خو اکیهیتو د خپل رول نوی تعریف وکړ او مصیبت کې ژغورل شویو سره د خپل چلن له امله پېژندل کېږي.

له تاج په سرولو دوه کاله وروسته پر ۱۹۹۱ کال اکیهیتو او د هغه ملکې دود مات کړ او د ناګاساکي د اورشندي له امله اغېزمنو سره د همدردۍ لپاره د خلکو سره مخ شو او له هغه راهیسې ډېر مهال داسې کېږي.

د جذام یا پیس ناروغۍ په څېر وژونکو ناروغانو سره لیدل یې هم د پخوانیو پاچایانو له دود بلکل مخالفه خبره ده.

وروستیو کې اکیهیتو د ډیپلوماټ رول خپل کړ او د جاپان د ناحکومتي سفیر په توګه یې نورو هېوادونو ته ډېر سفر وکړ او نوي پاچا هم د دې لړۍ د روان ساتلو هیله کېږي.