د جاپاني امپراتور لیرې کېدو وخت ټاکل شوی

د جاپان امپراتور چې د زړه عملیات یې هم کړي، ډېر ځلې د پروستات سرطان د درملنې لپاره بستري شوی.

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د جاپان امپراتور چې د زړه عملیات یې هم کړي، ډېر ځلې د پروستات سرطان د درملنې لپاره بستري شوی.

د ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشت کې د ۸۳ کلن جاپاني امپراتور تنو اکیهیتتو د رسمي لیرې کولو وخت ټاکل شوی دی.

د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې له یوې دولتي او سلطنتي غونډې وروسته د امپراتور د لیرې کولو لپاره د وخت ټاکلو په اړه بحث وکړ، چې بالاخره د لیرې کېدو نېټه یې د ۲۰۱۹ کالد اپرېل میاشتې ۳۰مه وټاکل شوه.

تېر کال د جاپان امپراتور ویلي وو، د ډېر عمر او ناروغۍ یې دنده ګرانه کړې ده.

دا په تېرو دوو پېړیو کې جاپان کې لومړی ځل دی چې د امپراتور د ګوښه کولو پرېکړه کېږي، چې د خلکو منځ کې یې تاوده بحثونه هم رامنځ ته کړي دي.

د هغه زوی شهزاده نروهیتو به د ۲۰۱۹ کال مې میاشت کې د خپل پلار ځای ناستی شي.

په جاپان کې امپراتور هېڅ سیاسي واک نه لري او دنده یې په بشپړه توګه تشریفاتي بڼه لري. یوازې لومړي وزیر ته لوړه ورکول، د نویو قوانینو اعلانول او د بهرنیو حکومتي چارواکو هرکلی د امپراتور له دندو دي. د جاپان د پاچا مقام مذهب پر شینتو مذهب پورې تړلی او امپراتور لاهم مذهبي مراسم ترسره کوي.

د یوې نظرپوښتنې له مخې، د جاپان ډېری خلک د امپراتور د لیرې کېدو پلویان دي او وايي په هېواد کې باید د امپراتور لیرې کېدل قانوني بڼه ولري.

په وروستیو کې د امپراتور د ګوښه کولو پلویان ډېر شوي او د جاپان دولت په روان کال کې یوه داسې طرحه تصویب کړه چې امپراتور یې پربنسټ لیرې کېدای شي.

په وروستیو کې د امپراتور د ګوښه کولو پلویان ډېر شوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په وروستیو کې د امپراتور د ګوښه کولو پلویان ډېر شوي

خو دا طرحه یوازې دا ځل دا واک لري چې امپراتور ګوښه کړي او د هغه زوی یې ځای ناستی شي.

د جاپان امپراتور چې د زړه عملیات یې هم کړي، ډېر ځلې د پروستات سرطان د درملنې لپاره بستري شوی.

په ۱۹۸۹ کال تنو اکیهیتتو د خپل پلار هیروشیو تر مړینې وروسته د امپراتور پر څوکۍ کښېناست.