چینايي ستورمزلي له درې میاشتني فضايي ماموریت وروسته ځمکې ته ستانه شول

د عکس سرچینه، Getty Images
فضا ته درې مياشتې وړاندې ورغلي چینایي ستور مزلي بیرته ځمکې ته ستانه شول.
دا د چین په فضایي ماموریتونو کې تر ټولو اوږد و.
دغو دریو تنو چینايي ستور مزلو د ځمکې له مدار نه شاخوا ۳۸۰ کیلومتره لېری د چین په تیانهې فضايي مرکز کې ۹۰ ورځې تېرې کړې.
دا چینايي ستورمزلي د شنجو ۱۲ په نامه فضايي بیړۍ کې تېره پنجشنبه سپاره شوي وو او په بریالیتوب سره ځمکې ته راکښته شول.
دغه درې تنه چینايي ستور مزلي ني هاشنګ، لیو بومینګ او تانګ انبو پرون جمعه (د سپتمبر ۱۸مه) په ځايي وخت یوه بجه او ۳۵ دقیقو په منګولیا کې په یوه دښته کې ځمکې ته کښته شول.
دوی د روان کال د جون په ۱۷ نېټه فضا ته استول شوي وو.
دا په فضايي ماموریتونو کې پر ځان د چین لا ډېر باور او ډاد ښيي.
د چین په فضايي ماموریتونو کې د دې اوږد ماموریت یوه ستور مزلي تانګ انبو ځمکې له له کښته کېدو وروسته وویل:
''ځمکې ته په راتلو د خوښۍ احساس کوم، همدا راز فضا ته سفر هم خورا ښه دی، موږ فضا کې د خپل درې میاشتنې ماموریت په اوږدو کې د فضايي مرکز پر جوړولو ډېر کار وکړ، ډېرې ساینسي تجربې مو وکړې او په خپل اوزګار وخت کې ډېر وګرځېدو. ''
کله چې دغه چینايي ستورمزلي فضا کې وو نو د نورو فعالیتونو ترڅنګ یې ځمکې ته هم معلومات رااستول.
چین په دا وروستیو څو کلونو کې فضايي فعالیتونه ډېر کړي دي.

د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
په ۲۰۱۹ میلادي کال کې چین لومړی هېواد شو چې د سپوږمۍ لېرې برخې ته یې پلټونکی ګاډی واستوه خو چین اوس اړ دی چې خپل فضايي مرکز جوړ کړي ځکه چې دوی له نړیوال فضايي مرکز نه ایستل شوي دي.
امریکا چې په فضايي ماموریتونو کې له روسیې، کاناډا، اروپا او جاپان سره ملګرتیا لري له چین سره مرسته نه کوي.









