ناسا په لومړي ځل مریخ کې 'د تنفس کولو وړ' اکسیجن تولید کړ

موکسي یو کوچنۍ اله ده، چې ساینسپوهان ورته ډېرې تمې لري

د عکس سرچینه، NASA/JPL-CALTECH

د عکس تشریح، موکسي یو کوچنۍ اله ده، چې ساینسپوهان ورته ډېرې تمې لري

پر مریخ د ناسا یو روباټ ګاډي کې ځای پر شوې یوې الې د دغه سیارې چاپېریال کې له شته کاربن ډای اوکسایډه اکسیجن تولید کړی دی. دا د تکنالوژۍ کارولو په لړ کې د دې ماموریت دویمه بریا بلل کېږي. همدې ماموریت د دوشنبې پر ورځ یوه کوچنۍ چورلکه هم د مریخ له سطحې پورته کړه.

په لومړي سر کې پنځه ګرامه اکسیجن تولید شوي چې د یوه ستورمزلي د ساه اخیستو لپاره په سخته تر لسو دقیقو پورې بسنه کوي. ناسا مسوولین فکر کوي چې راتلونکي کې به ستورمزلي د دغې الې پرمختللې بڼه له ځانه سره لېږدوي، چې د ساه اخیستو لپاره له ځمکې د اړتیا وړ اکسیجن لېږدولو پر ځای همالته د ځان لپاره دغه ګاز تولید کړي.

د مریخ چاپېریال کاربن ډایکسایډ (CO₂) ګاز نیولی چې له ۹۶ سلنې سره یې د اکسیجن یوازې صفر اعشاریه ۱۳ سلنه موجوده ده، خو د ځمکې چاپېریال کې بیا دا برخه ۲۱ سلنې ته رسېږي.

موکسي نومې اله بیا دا وړتیا لري چې له (CO₂) مالیکولونو د اکسیجن ذرات یا اتوم جلا کړي. دغه اتومونه له یوه کاربن او دوه اکسیجن اتومونو جوړ شوي دي.

فاضله تولید بیا کاربن مونوکسایډ دی، چې مریخي چاپیریال ته خوشي کېږي.

د ناسا ټیم له ځمکې دا اله کنترولوي او په بېلا بېلو حالتونو کې یې فعاله ساتي چې معلومه کړي، څنګه غوره فعالیت کولای شي.

د ناسا ګاډی د فبروۍ نیمايي کې مریخ ته ورسېد

د عکس سرچینه، NASA

تمه دا ده چې بالاخره دغه اله په یوه ساعت کې د ۱۰ ګرامه اکسیجن تولید وړتیا ومومي.

ناسا هڅه کوي چې د پنجشنبې پر ورځ بیا خپله نوښتګره چورلکه هم پورته کړي. روانه اونۍ ناسا د 'ایجاد' په نامه یوه کوچنۍ چورلکه د مریخ له سطحې پورته او وچورلوله، چې څه کم یوه دقیقه په هوا کې وه.

دا لومړی ځل و چې ناسا له بلې سیارې د یوې الوتکې په مټ کنټرولېدونکې چورلکه والوځوله. په پام کې ده، دویم ځل الوت کې به دغه ډرون ډوله چورلکه تر پنځو مترو پورې پورته شي او تر دوو مترو پورې به یوه بل لور ته حرکت وکړي او د ناستې ځای ته له ستنېدو مخکې به یو شمېر تصویرونه هم واخلي.