روسیه تر ۲۰۲۵ کاله ځان ته جلا فضایي مرکز جوړوي

د عکس سرچینه، Roscosmos/Rogozin/Telegram
پر ځمکه د روسیې او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو وروسته اوس د روسیې فضايي څېړنو ادار وايي، د خپل ځانګړي فضايي مرکز چمتو کولو لپاره یې چارې پیل کړې دي.
نړیوال فضايي اسټېشن (ای ایس ایس) په ۱۹۹۸ کال کې د روسیې او امریکا فضايي څېړنو مرکزونو له لوري په ګډه واستول شو او د همکارۍ یوې بېلګې په توګه یې ډېره ستاینه وشوه، خو اوس د روسې چارواکي وايي، کېدای شي تر ۲۰۲۵ پورې دوی له دغه نړیوال فضايي مرکزه ګوښي شي.
د روسیې فضايي څېړنو مرکز راسکوسموس وايي، له نړیوالو همکارانو سره یې تړون په ۲۰۲۴ کال کې پای ته رسېږي.
له هغه وروسته به د ای ایس ایس د برخلیک په هکله پرېکړه کېږي، چې ''له تخنیکي پلوه یې د پرزو عمر پوره شوی دی '' او دغه راز به په مدار کې د روسې د خپل خدماتي اسټېشن لرلو پلان ته په پام سره په دې هکله پرېکړه کېږي.
د روسیې دولتي ټلویزیون د مرستال لومړي وزیر یوري بوریسوف له قوله وویل:
''موږ (د خپلو ستور مزلو) ژوند له خطر سره نه شو مخامخ کولای. هغه اسټېشن چې نن په اډانې پورې تړلی، زړیږي، دا د فاجعې تر بریده داسې پایلې درلودای شي چې پر شا نه ګرځي. موږ باید اجازه ور نه کړو، چې داسې پېښه شي. ''
نوموړی زیاتوي ''مسکو به په شفافیت سره په ۲۰۲۵ کال کې له ای ایس ایس نه د وتلو په هکله خبرداری ورکړي. ''
په ورته مهال د روسیې د فضايي څېړنو مرکز راسکوسموس مشر دیمتري روګوزین د دې پرېکړې تاید او تر ۲۰۲۵ پورې د فضايي سټېشن چمتو کولو په هکله پر ټیلیګرام خواله رسنۍ یوه ویډیويي پیغام خپور کړی چې پکې وايي:
''په مدار کې د روسیې اسټېشن چارې روانې دي. ''
روسیې دا وروستیو کې په تشیال کې خپل ویاړمن تاریخ ولمانځه او مدار ته د لومړني انسان په توګه یې د یوري ګاګارین رسېدو ۶۰ کلیزه ولمانځله.
روسیه تر کلونو پورې فضا ته د انسانانو استولو په سفر کې بې سارې وه، خو تېر کال د الن موسک د سپېس ایکس پروګرام اړوند کپسول له لارې د ناسا ستورمزلي نړیوال فضايي مرکز ای ایس ایس ته واستول شول.

د عکس سرچینه، Roscosmos/Rogozin/Telegram
د روسیې، امریکا او یو شمېر نورو لوېدیځو هېوادونو تر منځ دا وروستیو کې اړیکي خړ پړ شوي دي.
په مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان به روانه اونۍ له هغه وروسته د سلا مشورې لپاره هېواد ته ستون شي چې مسکو په موقت ډول د وتلو ''وړاندیز '' وکړ.
د اوکراین پر ختیځه پوله د روسې پوځي قوت یو ځای کولو او دغه راز د ولسمشر پوتین نیوکه کوونکي الکسي نوالنې سره چلند تاوتریخوالی ډېر کړی دی.








