شمالي کوریا نوي کروز توغندي وازمایل

د عکس سرچینه، KCNA
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي، دې هېواد د یوه نوي کروز توغندي ازموینه کړې، چې د جاپان ډېرې برخې په بریالیتوب سره په نښه کولای شي.
د رسمي دولتي اژانس (کي سي این اې) په رپوټ کې ویل شوي، دغه ډول توغندي چې تر ۱۵۰۰ کیلومتره واټن پورې ګوزار کولای شي، د اونۍ پای کې ازمویل شوي دي.
په رپوټ کې ویل شوي، د خوړو کمښت او اقتصادي بحران سره سره شمالي کوریا د وسلو پروګرام ودې وړتیا لري.
د امریکا پوځ وايي، د شمالي کوریا نوې توغندیزه ازموینه د نړۍ لپاره یو ګواښ دی او جاپان چارواکي وايي، دوی 'ډېر اندېښمن ' دي.
په هغو تصویرونو کې چې د شمالي کوریا روډونګ نومې ورځپاڼې خپاره کړي، یو توغندی له یوه موټره د توغېدو په حال کې او بل هم په هوا کې د الوت په حال کې لېدل کېږي.
د کي سي این اې رپوټ کې راغلي:
''توغندي د خورا ډېر اهمیت وړ وسله ده. ''
په رپوټ کې ویل شوي، توغندي د هېواد سمندري برخې ته له لوېدو مخکې په بریالیتوب سره خپل هدف ته ورسېدل.
د شمالي کوریا چارو ماهر انکیت پانډا وايي، دا د دې هېواد لومړنی کروز ډوله اوږد واټنه توغندی دی، چې ښايي اتومي وسله هم لېږدولای شي.
د ملګرو ملتونو بندیزونو له کبله شمالي کوریا نه شي کولای بالسټیک توغندي وازمايي، خو دا بندیزونه یاد هېواد د تازه ازمایل شویو توغندیزو له ازموینې نه شي ګرځولای.

د عکس سرچینه، Reuters
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اند بالسټیک توغندي د کروز هغو پرتله ځکه لویه ننګونه ده، چې دا نسبتاً دروند بار لېږدوي، په زیات اوږده واټن کې ګوزار کوي او الوت یې ډېر چټک دی.
بالسټیک توغندي د راکټ په مرسته الوځي، د غشي غوندې پورته ځي او کروز توغندي بیا د جیټ ماشین په مرسته الوت کوي او نسبتاً ټيټ الوځي.
بل لور د جاپان کابینې عمومي سکرتر کاتسونوبو کاتو وايي، ''جاپان په دې هکله اندېښنې لري '' او په وینا یې له امریکايي او سویلي کوریايي چارواکو سره په ګډه وضعیت څاري.
په ورته مهال امریکايي پوځ ویلي، دا ازموینه ښيي چې شمالي کوریا ''په پرلپسې توګه د وسلو چمتو کولو پروګرام تمرکز لري. ''او په وینا یې د جاپان او سویلي کوریا په څېر متحدینو دفاع کولو ژمنه یې ''اوسپينزه ده. ''
په پام کې ده، د ټولو دریو هېوادونو لوړپوړي چارواکي به روانه اونۍ د شمالي کوریا بې اتومي وسلې کولو پر پروګرام د بحث لپاره غونډه وکړي.










