"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
واشنګټن پوسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شمالي کوریا د مشر کیم جون اونګ د څرګندونو په اړه مطلب خپور کړی دی، نوموړي ویلي، هېواد یې له لویو وچو تیریدونکي بالیستیک میزایل ازمایلو ته نږدې شوی.
له دې مخکې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا مشر لیونی بللی و خو له هغه سره یې د کتنې د احتمال خبره هم کړې وه.
د ورځپاڼې د شننې له مخې، نوی توغندی ښايي د ښاغلي ټرمپ د واک ترلاسه کولو په ورځو کې وازمویل شي او هدف به یې دا وي چې که د ډونلډ ټرمپ له ادارې سره خبرې کیږي نو پوینګ یانګ به له یوه قوي دریځه د خبرو لپاره را وړاندې شي.
ورځپاڼې د سویلي کوریا د دفاعي چارو د یوه پروفیسر له قوله ویلي چې شمالي کوریا غواړي د یوه اتومي ځواک په توګه وپیژندل شي او غواړي له امریکا سره لویې معاملې وکړي.
الشرق:
یو شمیر عربي ورځپاڼو د نوي کال په اړه ځانګړي مطالب خپاره کړي. د قطر الشرق ورځپاڼې ویلي چې نوی کال له داسې یوه کال وروسته راځي چې د خپګان، دردونو، وژنو، ورانیو ، کډوالۍ او د داسې وژنو کال و چې د هیڅ توپير په کې نه و.
د الجزائر الشروق ورځپاڼې هيله ښودلې چې په سوریه کې شوی اوربند د سوریې د ژغورلو لپاره یو تاریخي فرصت دی.
اردنۍ ورځپاڼې الدستور په یوه مطلب کې د سوریې اوربند ته ځکه خوشبیني ښودلې چې دغه اوربند د داسې هېوادونو له خوا شوی د سوریې په جګړه تر ټولو ډیر ښکیل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډان:
پاکستانۍ ورځپاڼه ډان لیکي چې د سند ایالت د ترهګرۍ ضد پولیسو اداره په پام کې لري د هغو شاوخوا درې سوه کسانو په ټولنه کې د بیا ادغام لپاره هڅې وکړي چې د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي او اوس د دغه ایالت په بیلابیلو زندانونو کې دي. ورځپاڼه زیاتوي هڅه کیږي چې دغه کسان له رواني پلوه په ټولنه کې د بیرته ورګډیدو لپاره وروزل شي.
هندوستان:
هندوستان ورځپاڼه پر چین د روسیې سوخوی ډوله الوتکو د پلور په اړه لیکي چې روسیې له دې ویره لرله چې د چین د جنګي الوتکې جي ۲۰ له جوړیدو وروسته د دوی الوتکې تر اغیز لاندې راشي او خپل ارزښت له لاسه ورکړي. پر چین د دغو روسي الوتکو پلور دوه کاله ځنډیدلی و.
د مطلب لیکوال زیاتوي چې سوخوی ۳۵ د سوخوی ۳۰ پرمختللې بڼه ده چې د هند پوځ یې هم کاروي. په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د دغو الوتکو پلور د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نږدې اړیکو ښکارندويي کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images








