بريتانيا کې افغان کډوال ماشوم د هوټل له کړکۍ رالوېدلی

هتل

د عکس سرچینه، PA Media

په بريتانيا کې د شفيلډ سیمې پوليس وايي هغه ماشوم چې د دې ښار يوه هوټل کې له کړکۍ لاندې راپرېوت او وروسته مړ شوی د يوې افغان کډوالۍ کورنۍ ماشوم و چې تازه بريتانيا ته راغلي وو.

د پوليسو په وينا پنځه کلن محمد منيب مجيدي د هغه هوټل د نهم پوړ د يوې کوټې له کړکۍ رالوېدلی، چې له مور سره پکې دېره وه.

په هوټل کې مېشت يوه افغان کډوال وويل، چې محمد منيب او کورنۍ يې ۱۵ وروځې مخکې بريتانيا ته را رسېدلي وو.

دغه کس چې په افغانستان کې د بريتانوي سرتېرو لپاره ژباړونکی و، وايي زوي يي ورته وويل چې يوه هلک د هوټل له کړکۍ رالوېدلی دی. دی وايي کله چې ورغئ د هلک مور د هوټل په خونه کې وه او چيغې يې وهلې ، "زما زوی زما زوی".

دی وایی دغه کډواله کورنۍ د دې لپاره بريتانيا ته راغلې وه چې خپل ژوند وژغوري خو له داسې ناوړه حالت سره مخ شوه. د دغه کس په وينا په دې هوټل کې له اتو تر لسو پورې افغان کورنۍ اوس يوه بل هوټل ته لېږدول شوې دي.

د کورنيو چارو خبريال مارک اسټون څېړنه

دا یوه دردونکې تراژيدي ده.

يو پنځه کلن ماشوم چې له خپلو څلورو خويندو، مور او پلار سره له افغانستان راغلی و د هوټل له کړکۍ را ولوېد او مړ شو.

د ماشوم پلار چې په افغانستان کې يې د بريتانيا سفارت لپاره کار کاوه د حکومت د يوه پروګرام له مخې چې په افغانستان کې يې ممکن ژوند له ګواښ سره مخ دی، راوستل شوی و.

خو بريتانيا ته له رسېدو ورسته د کورنيو چارو وزرات د کډوالو لپاره چې ډېری یې لويې کورنۍ دي د استوګنځايونو موندلو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

دا معلومه ده چې د پېښې په وخت کې د کورنيو چارو وزرات د دې هوټل مسووليت پر غاړه درلود.

له دغه پېښې وړاندې د کړکيو د کټارو خونديتوب په اړه خبرداری ورکړل شوی و. موږ ته ويل شوي چې هوټل کې مېشتې کورنۍ بل ځای ته لېږدول شوې خو د کورنيو چارو وزارت دا ردوي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزرات په يوه خبرپانه کې ويلي، موږ د شفيلډ په يوه هوټل کې د یوه ماشوم په غمجنه مړينه خواشيني يوو، پوليس د پېښې په اړه پلټنه کوي ځکه موږ نشو کولی په دې اړه نظر څرګند کړو.

خواشينوونکې پېښه

هتل

بريتانيا کې د شفيليډ سيمې پوليسو له عيني شاهدانو غوښتي چې دوی سره اړيکه ونیسي.

د کډوالو شورا اجرائيوي رئيس نور سولومون وويل، "دا يوه دردناکه تراژيدي ده او موږ له دې کورنۍ سره خواخوږي څرګندو".

سولومون زياته کړه، "د کورونيو چارو وزارت بايد په دې اړه پلټنه وکړي چې څه پېښ شوي او موږ بايد له دې غميزې زدکړه وکړو چې بيا داسې څه تکرار نه شي".

دی وايي "موږ د دې پېښې په جزياتو نه پوهېږو خو دا اړينه ده هغه کورنۍ چې له افغانستانه راځي بايد هر ډول ملاتړ يې وشي او په مناسب ځای کې مېشت کړل شي، ځکه دوی ډېر زيان ليدلی".

د شفيلډ ښار د شورا مشرې ټري فاکس وايي، "دا پېښه خورا خواشينوونکې ده او موږ د ښار د شورا د غړو په توګه له پوليسو سر په اړيکه کې يوو او له هرې شونې لارې د دې کورنۍ ملاتړ کوو