سوېډن کې امریکایی سندرغاړی د افغان کډوال په وهلو محاکمه شو

د عکس سرچینه، Getty Images
یو امریکايی رپ سندرغاړی اېسپ راکي چې د سویډن په استکهلم کې د یوه ۱۹کلن افغان په وهلو ټکولو تورن و، د سې شنبې په ورځ محاکمې ته حاضر شو او ویې ویل چې بې ګناه دی. د محاکمې پرېکړه د راتلونکې جمعې په ورځ اعلانېږي.
نوموړی سندرغاړی د جولای درېیمه د سویډن په پلازمېنه استکهلم کې له یوه سنډویچ پلورونکي سره د لفظي شخړې له امله له خپلو درېیو ملګرو سره ونیول شو. نوموړو وویل دا کار یې د ځان د دفاع په خاطر کړی دی. ددې سندرغاړي ساتونکي له څو ورځو وروسته خوشي شول.
د راپورونو پربنسټ، د دغه افغان ځوان په اړه ویل کېږي چې وهل ټکول شوی او د کابو ۱۵ زره ډالرو د زیان غوښتنه یې کړې.
په امریکا کې یې انعکاس
د ایسپ راکي د نیولو او زنداني کېدلو خبر چې رښتینی نوم یې راکېم میرس دی، په امریکا کې یوه غوغا پورته کړې. د کانیه وسټ، کېم کارداشیان او جاستین بیبر په څېر وتلو څېرو او ان د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې د خوشې کولو غوښتونکي شول.
ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي وو" ایسپ راکي راخوشې کړئ. موږ سویډن ته ډېر کارونه کوو، خو داسې ښکاري چې هغوی موږ ته څه نه کوي، د سویډن پام باید د جرمونو یانې رښتیني جرمونو ته وي."
مخکې تر دې هم ښاغلي ټرمپ ټویټ کړی و چې ددې سندرغاړي په اړه یې د سویډن له صدراعظم سره هم غږېدلی و او خپله یې د هغه ضمانت اخیستلو ته چمتووالی ښودلی و.
څو ورځې وروسته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپل بل ټویټ کې چې ډېر ناهیلی کوونکی و ویلي و چې د سویډن صدراعظم ونه توانېد د ایسپ راکي د راخوشي کولو لپاره څه وکړي:
"سویډن د امریکا په متحده ایالاتو کې زموږ افریقايي- امریکايي ټولنه نا هیلې کړه. ما چې د ایسپ راکي ویډیو ولیده، (ځورونکو) نوموړی څارلی او ځوروي یې. له امریکايانو سره عادلانه چلند وکړئ."

د عکس سرچینه، Getty Images
د سویډن د صدراعظم یوه ویاند د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې ویلي چې په سویډن کې قضايي ځواک او محاکمې خپلواکې دي او دولت په قضايي چارو او پرېکړو کې د مداخلې حق نه لري او "قانون له ټولو سره یو شان چلند کوي."
محکمې پرېکړه وکړه چې "له هېواده د تېښتې د خطر" له امله څو پېښه وڅېړل شي نوموړې سندرغاړې په توقیف کې ساتلی دی.
ایسپ راکي ولې ونیول شو؟
څو اوونۍ مخکې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوه چې په هغه کې لیدل کیږي نوموړی سندرغاړی په یوه لاره کې یو بل تن په سوباړو (کوتکونو) وهي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په یوه بله ویډیو کې چې د ایسپ راکي د انسټاګرام په پاڼه کې خپره شوې لیدل کیږي چې نوموړی او دوه پلویان یې ورسره دي وايي چې دوی ونه څاري.
په دې ویډیو کې دا دوه تنه سندر غاړې ته وايي ولې یې خپله غوږۍ (هېډفون) مات کړ؟
د ایسپ راکي د ویډیو په شرحه کې لیکلي شوي: "موږ دا زلمیان نه پېژنو او نه مو غوښتل چې زموږ مزاحم شي. دوی څلور واټونه پر موږ پسې وو."
د دوېیمې ویډیو په شرحه کې نوموړی دا کسان تورنوي چې ساتونکي یې په غوږۍ وهلي.
له پېښې درې ورځې وروسته پولیسو هغه او ملګري یې ونیول.
دا ۳۰ کلن سندرغاړی استکهلم ته د "اسمش" په نامه نندارې ته ورغلی و.









