تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د الجزایر ځنګلي اور کې لسګونه کسان وژل شوي
د الجزایر لومړي وزیر ایمن بن عبدالرحمن د پلازمېنې ختیځ کې د ځنګلونو اور کې د ۲۵ پوځیانو او ۱۷ ولسي وګړو وژل کېدل تایید کړي دي.
ګڼ نور پوځیان هم د اور وژنې په عملیاتو کې ژوبل شوي دي.
اور په الاحراش قبایلي سیمه کې بل شوی و.
الجزایر کې اوس ګرمي ډېره شوې چې نن چهارشنبه به د تودوخې درجه هلته ۴۶ ته ورسېږي.
په تېرو څو ورځو کې د مدیترانې سمندرګي په څنګ کې پرتو سیمو کې د اور لګېدو ډېره ویجاړي رامنځ ته کړې ده، په ترکیه، یونان، لبنان او قبرس کې هم اورونه لګېدلي وو.
اقلیمي بدلون د تودوخې د درجې لوړېدو خطر ډېروالي او د وچکالۍ د کچې لوړېدو لامل شوی، چې ورسره په ځنګلونو او وچو سیمو کې اورونه بل شوي.
د صنعتي پېر له پېلېدو راهیسې د نړۍ د تودوخې درجه ۱٫۲ درجې لوړه شوې ده، که حکومتونه یې د مخنیوي لارې چارې خپلې نه کړي، اټکل دی چې دا کچه به نوره هم لوړه شي.
د الجزایر خبري اژانس د سې شنبې په ماښام وویل، د دغه هېواد په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۰ ځایه اور لګېدلی دی.
ولسمشر عبدالمجید تبون پر وژل شویو پوځیانو خپګان ښودلی او د اور وژنې چاره کې یې د دوی سرښندنې ستایلې دي.
تبون پر ټویټر لیکلي: "په ډېر ژور غم سره، وروسته تر هغه چې دوی په جایه، تیزي او زو غرونو کې تر سلو ډېر ځایه بل شوي اورونه مړه کړل، زموږ د ملي پوځ د ۲۵ پوځیانو د شهیدانېدو خبر راورسېد".
د اور لامل
د کورنیو چارو وزیر کمال بلجود ویلي، ددې اورونو تر شا "د مجرمانو لاسونه" دي.
بلجود تیزي او وزو ولایتونو ته د لیدنې پرمهال وویل: "۵۰ ځایه هممهاله اور بلېدل له اوو ناممکنو څیزونو دي".
د روانې اونۍ لومړیو کې، د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي وو چې بشري فعالیتونه په کم سارې توګه د اقلیمي بدلون لامل ګرځي چې ځینې وخت ترې بېرته راستنېدل ناممکن دي.
په څېړنه کې د شدیدې تودوخې د څپو او د وچکالۍ د څپو او سېلابونو راوتلو د ډېرېدو خبرداری ورکړل شوی.
خو پوهان وايي، که نړۍ ژر لاس په کار شي، نو د ناورین مخنیو کېدای شي.