تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا کې اورلګېدنې؛ اورېګان ایالت کې له ۱۲۱ زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه سوځېدلې ده
د امریکا اورېګان ایالت کې بوټلېګ اورلګېدنې تر ۱۲۱ زره هکتاره ډېره ځنګلي سیمه له کومي تېره کړې ده. دې اورلګېدنې همدا راز زرګونه کسان اړ کړې چې خپلې مېنې او استوګنځي پرېږدي.
دا اورلګېدنه چې له ۲۰۰۰ ډېر اور وژونکي یې د کنټرولولو هڅه کوي، د اورېګان د تاریخ تر ټولو ستره اولګېدنه بلل شوې.
دا اور د جولای پر ۶مه لګېدلی او تر دې دمه یې له لاس انجلس ښار پراخه سیمه سیځلې ده.
دمګړۍ د امریکا دیارلسو ایالتونو کې اورلګېدنې روانې دي.
د دغو اورلګېدونو لامل د تودې هوا له څپو سره مله چټک بادونه بلل شوې دي.
د نړۍ د اقلیم بدلون د وچې او تودې هوا خطر ډېر کړی او دا به ځنګلي اورلګېدنې لا ډېرې کړي.
د اورېګان ایالت بوټلېګ اورلګېدنې لږترلږه ۲ زره کسان چې ډېر د کلیوالي سیمو اوسېدونکي دي، د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړي.
دغه اور تر دې دمه نږدې ۱۶۰ کورونه او نورې ودانۍ لمنځه وړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځايي چارواکو ویلي، نږدې یو پر څلورمه برخه اور یې کنټرول کړی دی.
وړاندې یو شمېر امریکايي رسنیو د دغه اور د وژلو د عملیاتو د رئیس جان لانیګن له خولې لیکلي و:
"د هوا شرایط زموږ په ګټه نه دي، توده ده، وچه او ناپایداره ده. همدا درجه لا لوړوي."
رپوټونه وايي سیمه کې د خلکو لنډمهاله اوسېدو ته دوه پنډغالي پرانیستل شوي.
اټکل دا دی چې د روانې اوونۍ اوږدو کې به هوا نوره هم توده شي او ښايي دا د اور وژنې چارې لا پسې ستونزمنې کړي.
د امریکا په ګاونډۍ کاناډا کې هم تېرو دوو ورځو کې له ۱۵۰ ډېر اورونه لګیدلي دي.
یو شمېر کارپوهانو بي بي سي ته ویلي چې د تېرو څو کلونو وچکالي ښايي امریکا کې روان کال د بې سارو ځنګلي اورلګېدنو لامل شي.
متخصصان پر دې باور دي چې د نړۍ د اقلیم بدلون د وچې او تودې هوا احتمال ډېروي او دا ډول هوا بیا پخپله ځنکلي اورلګېدنو ته لمن وهي.