تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کلیفورنیا نارنجي رنګه اسمان؛ 'ګومان مو کاوه نور د نړۍ پای دی'
د امریکا کلیفورنیا ایالت کې د ځنګلي اور له کبله لوګیو د سن فرانسیسکو اسمان نارنجي رنګه کړی و.
د کلیفورنیا اوروژنې ته کابو ۱۴ زره اوروژونکي ګومارل شوي دي.
دا اور کابو ۲۸ میلیون هیکټاره ځمکې ته خپور شوی چې لږترلږه اته کسان پکې وژل شوي.
د چارشنبې په ورځ تېز بادونه ولګېدل چې د اور ایرې او لوګی یې د دې ایالت شمالي برخو ته هم یووړ.
د سان فرانسیسکو ښار اوسېدونکي چې ګهیځ راویښ شول، اسمان یې بېل رنګ درلود، ځینو ګومان کاوه چې لاهم شپه ده.
(سان فرانسیسکو کورنیکل) ورځپاڼې د ویسټ پورټل سیمې د جیزلین له خولې ویلي "داسې ښکارېده لکه د نړۍ پای چې وي."
دا وايي: "د اندېښنې ځای و چې تپه تیاره خپره وه. په تیاره کې خواړه خوړل هم خوند نه کوي. باید د ورځې کارونه دې وکړې."
کارپوهانو ویلي، دغه لوګی د اسمان نارنجي کېدو لامل شوی.
کارپوهانو اټکل کړی چې تر راتلونکو څو ورځو به د ځنګل د اور له کبله فضا او د اسمان رنګ بدل وي.