تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یونان ځنګلي اور: د ۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی
د یونان دولت وايي د هېواد په بېلابېلو ځنګلي سیمو کې اورلګېدو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي چې د مهارولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا ده. پلازمېنې اتن ته څېرمه ځینې خلک خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړایستل شوي.
دا په یونان کې په څه باندې یوه لسیزه کې د اور تر ټولو لویه پېښه ګڼل کېږي.
د سرې میاشتې په وینا، لږترلږه ۲۶ مړي د ماتي سمندرغاړي کلي په یوه حویلۍ کې موندل شوي.
همدا کلی د اور اصلي ځای ګڼل شوي.
په اوروژنې سلګونه اوروژونکي بوخت دي.
چارواکي وايي، د ایسارو خلکو د ژغورنې عملیات پیل شوي او د کوچنیو کښتیو په مټ خلک له خپلو مېنو تښتي.
د یونان ولمړی وزیر الکسیس سیپراس خبریالانو ته ویلي: "موږ د اور مهارولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو."
هغه د اوروژنې د مهارولو د عملیاتو همغږي کول ډېر ګران کار وباله، همدا وو چې بوسنیا ته یې نیمګړی رسمي سفر پای ته ورساوه.
وړاندې د سه شنبې په ورځ د دولت ویاند دیمیتري تزاناکوپولوس منلې وه چې د اور له کبله لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره لوړېدونکې ده.
دده په وینا، ډېر قربانیان په سیاحتي ماتي سمندرغاړې سیمه کې دي، چې ډېری یې په کورونو او یا موټرو کې وو.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې زیانمنې شوې ودانۍ ښودل شوې چې اسمان ته لوګی ترې پورته کېږي او خلک د تېښتې په حال کې دي.
د یونان دولت له ټولو اروپايي هېوادونو د چورلکو او د اوروژنې د کارکوونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.