د یونان ځنګلي اور: د ۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

د ویډیو تشریح، ځنګلونو کې د لګېدلي اور تاو پلازمېنې اتن ته هم نژدې شوی

د یونان دولت وايي د هېواد په بېلابېلو ځنګلي سیمو کې اورلګېدو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي چې د مهارولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا ده. پلازمېنې اتن ته څېرمه ځینې خلک خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړایستل شوي.

دا په یونان کې په څه باندې یوه لسیزه کې د اور تر ټولو لویه پېښه ګڼل کېږي.

د سرې میاشتې په وینا، لږترلږه ۲۶ مړي د ماتي سمندرغاړي کلي په یوه حویلۍ کې موندل شوي.

همدا کلی د اور اصلي ځای ګڼل شوي.

په اوروژنې سلګونه اوروژونکي بوخت دي.

یونان

چارواکي وايي، د ایسارو خلکو د ژغورنې عملیات پیل شوي او د کوچنیو کښتیو په مټ خلک له خپلو مېنو تښتي.

د یونان ولمړی وزیر الکسیس سیپراس خبریالانو ته ویلي: "موږ د اور مهارولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو."

اتن ته څېرمه د رافینا سیمې وګړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اتن ته څېرمه د رافینا سیمې وګړي

هغه د اوروژنې د مهارولو د عملیاتو همغږي کول ډېر ګران کار وباله، همدا وو چې بوسنیا ته یې نیمګړی رسمي سفر پای ته ورساوه.

وړاندې د سه شنبې په ورځ د دولت ویاند دیمیتري تزاناکوپولوس منلې وه چې د اور له کبله لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي، چې دا شمېره لوړېدونکې ده.

دده په وینا، ډېر قربانیان په سیاحتي ماتي سمندرغاړې سیمه کې دي، چې ډېری یې په کورونو او یا موټرو کې وو.

د اوروژنې چورلکې د اتن شمال ختیځې نیو ووټسا سیمې پر اسمان چورلېږي

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوروژنې چورلکې د اتن شمال ختیځې نیو ووټسا سیمې پر اسمان چورلېږي

پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې زیانمنې شوې ودانۍ ښودل شوې چې اسمان ته لوګی ترې پورته کېږي او خلک د تېښتې په حال کې دي.

د یونان دولت له ټولو اروپايي هېوادونو د چورلکو او د اوروژنې د کارکوونکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

اتن ته څېرمه کینه سیمه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اتن ته څېرمه کینه سیمه
کینه کې خلک د اور له سیمې د لرې تللو په هڅه کې دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کینه کې خلک د اور له سیمې د لرې تللو په هڅه کې دي
اتن ته څېرمه نیو ووټسا سیمه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اتن ته څېرمه نیو ووټسا سیمه
اتن کې پنتلي سیمه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اتن کې پنتلي سیمه
Firefighters and volunteers try to extinguish the fire broke out at forested land in Penteli town of Athens, Greece on July 23, 2018

د عکس سرچینه، Getty Images

نیو ووټسا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، نیو ووټسا