تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سايبېريا کې ځنګلي اور
امريکا کې ځنګلي اورونه چې د تودې او لا وچې هوا له امله خورا لويې ساحې ته پراخ شوي، د اقليمي بدلون له امله يې پېښدونکي خطرونه لا روښانه کړي دي.
خو امريکا يوازې نه ده، چې د تودېودونکې مځکې له ويجاړوونکو پايلو کړېږي. سايبېريا کې هم ځنګلي اور په ريکارډ کچه شين کوريز ګازونه وباسي او د نړيوالې تودوخې لامل کېږي. دې سيمه کې اورونه ان د شمالي قطب تر کړۍ پورې پراخې سيمې ته غځېدلې دي.
د بي بي سي مسکو خبريال سټيو روزنبورګ له سايبېريا يو لړ ځانګړي راپورونه چمتو کړي. سټيو د روسيې شمال ختيځ کې ياکوتيا سيمې ته سفر کړی، چې، هم يې پر ځايي ټولنو او هم يې پر ټوله مځکه د دغو اورونو اغېزې وګوري.