د لبنان مشهوره سندرغاړې الیسا: لبنان د ایران له اشغاله وژغورئ

د عکس سرچینه، Getty Images
"لبنان د ایران له اشغاله وژغورئ!"
دا پر ټویټر د لبنان د مشهورې سندرغاړې الیسا لیکلی پیغام دی چې د ګڼو خلکو غبرګونونه یې راپارولي دي.
الیسا چې پر ټویټر تر ۱۵ میلیون ډېر فالورز لري، دا ټویټ یې تر اوسه له زرو ډېر ځله لاس په لاس او شریک شوی دی.
ځینو کسانو الیسا زړوره بللې او د "ایران او د لبنان حزب الله ډلې پر وړاندې یې په ډانګ پېیلو خبرو" خپرولو له کبله مننه ترې کړې ده.
په مقابل کې نورو بیا تورنه کړې چې ګنې له سعودي عربستان او امریکا سره همغږې شوې او په بیروت کې د امریکا او فرانسې له سفیرانو سره د وروستي سفر د انځورونو په خپرولو دې ته پېغور ورکړی چې "سمه ده! د ایران اشغال".
د لبنان د وضعیت په اړه د فرانسې، امریکا او سعودي عربستان د سفیرانو ترمنځ دې لیدنه کې د لبنان کوم استازی نه و.
اغلې الیسا مسیحۍ ده، چې پلار یې لبنانی او مور یې د سوریې ده. نوموړې د لبنان بقاع دره کې، چې د حزب الله ډلې په لاس کې ده، لویه شوې ده.
الیسا سیاسي علوم لوستي چې د "لبنان ګوند ځواکونو" پلوي کوي. دا ځواکونه د حزب الله ډلې او د سوریې د ولسمشر بشارالاسد مخالفان دي.
اغلې الیسا یوه میاشت مخکې لومړی ځل د سعودي عربستان په جده ښار کې کنسرټ درلود او هلته یې تود هرکلی وشو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په وروستیو میاشتو کې، د لبنان حزب الله ضد تلویزیوني شبکو کې په پراخه کچه پر "حزب الله ډلې د ایران د نفوذ له لارې د لبنان د اشغال" بحثونه پیل شوي او ځینې ډلې د لبنان د اقتصادي وضعیت کړکېچنېدو پړه پر ایران اچوي.
لبنان له کورنۍ جګړې وروسته له مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت سره لاس او ګرېوان دی او په تېرو دوو کلونو کې د ډالر پر وړاندې د لبنانۍ لیرې ارزښت په سلو کې تر ۸۵ ډېر راټیټ شوی دی.
له لبنان سره د امریکا او متحدانو له مرستو سره دا شرط غوټه شوی چې هېواد کې باید سیاسي او اقتصادي سمونونه راشي چې په دغو سمونونو کې د حزب الله ډلې محدودول او د دوی بېوسلې کول شامل دي.
دا هغه غوښتنه ده چې پوره کول یې ګران ښکاري او ځینې پر دې اند دي چې دا ډله او ایران له لبنان سره د نړیوالو مرستو مخه نیسي.









