ایران کې ولسمشرۍ ټاکنې؛ په لندن او برلین کې د ایران کونسلګریو پر وړاندې احتجاجونه شوي

په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمعې پر ورځ د رایې ورکولو بهیر له ځايي مهال سره سم ګهیځ اووه بجې پیل شو.
له هغو رپوټونو سره سره چې ښيي د رایې ورکولو مرکزونو کې ګڼه ګوڼه ډېره نه وه، د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت د رایې ورکولو وخت غځولی.
بل لور ته په لندن کې د ایران کونسلګرۍ او د جرمني برلین کې د ایران سفارت پر وړاندې د رایې ورکوونکو او مخالفانو تر منځ د تاوتریخوالي رپوټونه ورکړل شوي دي.
د ایران کورنیو چارو وزارت له رسنیو غوښتي چې غیر رسمي شمېرې باید خپرې نه کړي او د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدو ته انتظار وکړي.
نظرپوښتنې ښيي چې محافظه کار ملا ابراهيم رئيسي، چې د ايران قضايه ځواک مشري کوي، په روښانه ډول غوره سيال ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی رئيسي د ايران روحاني مشر ايت الله خامنه يي، ملګری دی، او راتلونکي کې د همده ځای نيولو ته هم شونی کس يادېږي.
پخواني ولسمشر احمدي نژاد چې دې ټاکنو کې له نوماندۍ لرې شوی و، په احتجاج کې دا پرېکړه لويه تېروتنه بللې، او ويلي يې دي، ټاکنو کې ګډون نه کوي، او د هېچا ملاتړ پروګرام هم نه لري.
دې ټاکنو کې د نوي ولسمشر غوره کول د ايران بهرنۍ تګلارې يوه حساس وخت کې راځي.
د دغه هېواد اتومي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال تړون لا ځوړند حالت کې دی، او د امريکا له پرې لګېدلو بنديزونو يې اقتصاد ورځپلی دی.
دا د ایران د ولسمشرۍ دیارلسمه دوره ټاکنې دي او څلور نوماندان ورته ولاړ دي.
څه باندې ۵۹ میلیونه درې لکه لس زره کسان په دغو ټاکنو کې د رای اچولو په شرایطو برابر ګڼل شوي دي.
د رای اچونې بهیر د ایران په وخت د سهار پر ۷ بجو پیل شوی او د شپې تر ناوخته به دوام ومومي.

د عکس سرچینه، EPA
د ایران د ټاکنو کمېسیون ویلي، د کورونا وبا ننګونې ته په کتو د اړتیا پر مهال دا موده غځېدای شي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د جمعې سهار وختي تهران کې د رایې اچولو پر مهال خلک وهڅول چې ټاکنو کې برخه واخلي.
ښاغلي خامنه یي ژمنه وکړه چې "هره رایه به شمېرل کېږي" او اهمیت به ورکول کېږي.
هغه دا هم وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت دغو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون سره نړیوال ډګر کې "ستر امتیازات" ترلاسوي.
د ټاکنو بایکاټول

د عکس سرچینه، Getty Images
دا په داسې حال کې ده چې په کور او بهر یو شمېر ډلو د ایران دا ټاکنې تحریم کړې دي.
له دغو ټاکنو سره د سیاسي مخالفانو او سمونپالو د پریکون یو عمده لامل دا دی چې د ایران د اساسي قانون ساتونکې شورا د ګڼو کسانو نوماندي رد کړې او سمونپالو ډلو د همدې لپاره دغو ټاکنو ته خپل نوماند نه دی ورمخ ته کړی.
بلخوا دا ټاکنې داسې مهال کېږي چې ایرانیان د سخت اقتصادي وضعیت له کبله له خپل حکومت ناراض دي.
د ایران له اټومي هوکړې د امریکا وتل او پر دغه هېواد یې سخت بندیزونه د دې لامل شوي چې د ایران اقتصاد کمزوری شي.
د جو بایډن ادارې که څه هم له ایران سره اټومي تړون ته د ګرځېدو هڅې پیل کړې او په دې لړ کې جینوا کې خبرې هم روانې دي، خو تر اوسه پکې پرمختګ نه دی شوی.
د ایران اوسنی منځلاری ولسمشر حسن روحاني چې حکومت یې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د اټومي لانجې د حل لپاره پر دې تړون هوکړه کړې، دوه دورې ولسمشر پاتې شوی او بیا ځان نشي نوماندولی.
نوماندان څوک دي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران د ولسمشرۍ دغو ټاکنو ته د ۴۰ مېرمنو په ګډون شاوخوا ۶۰۰ کسانو نومونه لیکلي وو.
خو د ایران د اساسي قانون ساتونکې شورا دوی کې یوازې ۷ کسان تائید او په شرایطو برابر وګڼل.
د ایران د اوسني ولسمشر حسن روحاني لومړی مرستیال اسحاق جهانګیري، د پارلمان پخوانی محافظه کار رئیس علي لاریجاني او پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد هم په هغو کسانو کې دي، چې دغو ټاکنو ته له نوماندۍ راګرځول شوي دي.
د ایران د اساسي قانون ساتونکې شورا لخوا له اوو تائید شویو نوماندانو درېو- سید جلیلي، علیرضاء زکاني او محسن مهرعلیزاده- د پنجشنبې پر ورځ له نوماندۍ د شاته کېدو اعلان وکړ.
محسن رضايي میرقائد، ابراهیم رئیسي، امیر حسین قاضي زاده هاشمي او عدالناصر همتي اوس د ایران د ولسمشرۍ د دغو ټاکنو وروستي څلور نوماندان دي.
نظرپوښتنې څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
په دوی کې د ایران د مرکزي بانک له پخواني رئیس عبدالناصر همتي پرته نور درې واړه توندلاري ګڼل کېږي.
تر ټاکنو وړاندې نظر پوښتنو ښودلې چې محافظه کار شعیه مذهبي مشر ابراهیم رئیسي به په دغو ټاکنو کې تر خپلو سیالانو ډېرې رایې خپلې کړي.
ویل کېږي هغه د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په ګډون د توندلارو له ملاتړ برخمن دی.
که کوم نوماند په دغو ټاکنو کې له ۵۰ سلنې ډېرې رایې خپلې نه کړي، د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ به دویم پړاو ټاکنې کېږي.










