د ایران ولسمشرۍ ټاکنې: 'له پنځو کېلو یو نارنج څنګه راخیستی شئ؟'
راتلونکې جمعه (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) په ایران کې د نوي ولسمشر لپاره رایه اچونه کېږي. د اسلامي جمهوریت د نهم ولسمشر کېدو لپاره اوه سړي سیالي کوي، خو پر ډېری سمونپالو نوماندانو ټاکنو ته له درېدو بندیز لګول شوی.
دا ټاکنې د ایران په یوه حساس پړاو کې کېږي، ایران لاهم د اټومي پروګرام له کبله له نړیوالو بندیزنو کړېږي او اقتصادي وضعیت یې مخ په ځوړ دی.
موږ په ایران کې د ټاکنو په اړه د ځینو خلکو نظر پوښتلی.