د ایران ټاکنې: نوی ولسمشر به پر اټومي هوکړه اغېز وکړي؟
نن، د جمعې په ورځ (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه اچونه د هېواد د بهرنۍ تګلارې لپاره یوه حساسه شېبه ده.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال د معاملې راتلونکی په دوه لاره کې پاتې دی او د امریکا بندیزونه لاهم د ایران اقتصاد ویجاړوي.