کاناډا کې د مسلمانې کورنۍ څلور غړي 'پلان شوي' برید کې ووژل شول

د کاناډا پولیس وایي، دغه هېواد کې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي د یکشنبې په ورځ په پلان شوي برید کې ووژل شول.

پېښه د اونټاریو ولایت په لندن ښا رکې شوې ده او پکې بریدګر پر خپل ګاډي دا کسان وهلي دي.

پېښه کې یو نهه کلن هلک ژوندی پاتې شوی او روغتون ته لېږدول شوی چې روغتیایي حالت یې هم نازک دی.

یو شل کلن کاناډايی د دې کورنۍ د څلورو غړو د وژلو او د یوه بل د وژلو په هڅه تورن شوی دی.

دا پر ۲۰۱۷ کال د کیوبیک ښار جومات کې د شپږو مسلمانانو تر وژلو وروسته کاناډا کې تر ټولو بده پېښه ده.

د پولیسو یوه مشر پاول وایټ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، باوري دی د مسلمانۍ له امله دا کسان په نښه شوي دي.

هغه زیاته کړه، پولیس د ممکنه ترهګرۍ تورونو ارزونه هم کوي او باور لري چې دا د کرکې برید و.

قربانیان څوک دي؟

دې پېښه کې دوه ښځې وژل شوې چې د یوې عمر ۷۴ او د بلې ۴۴ کاله دی.

یو ۴۶ کلن سړی او ۱۵ کلنه پېغلوټې هم پکې وژل شوې ده.

د کورنۍ د غوښتنې له امله د قربانیانو نومونه لا ډاګیز شوي نه دي.

پېښه کې یو نهه کلن ماشوم هم سخت ټپي شوی، خو پولیس وايي، د مړینې خطر یې نشته.

پولیس د برید تورن نتانیل ولټمېن بولي چې ۲۰ کاله عمر لري او د اونټاریو لندن ښار کې اوسېږي.

نوموړی د پېښې له ځای نږدې شپږ کیلومتره لرې له کوم جنجال پرته یوه پلورنځي کې نیول شوی دی.

چارواکي وایي، لا هم نه پوهېږي چې دا تورن له کومې کرکجنې ډلې سره اړیکي لري که نه.

د دوی په خبره، د قربانیانو او تورن کس ترمنځ د پخواني تړاو په هکله هم رپوټ نشته.

پولیس دا هم وايي، دغه تورن پخوا کومه جرمي دوسیه هم نه لري.

غبرګون څه دی؟

د اونټاریو مشر ډوګ فورډ له قرباني کورنۍ سره خواخوږي ښيي او خپل ټوېټ کې لیکي: اونټاریو کې کرکې او د اسلام ضد ځای نشته.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن تروډو هم خپل ټوېټ کې لیکي چې دې خبر اورېدو بوږنولی دی.

نوموړي د اونټاریو ښار لندن او کاناډا کې د مسلمانانو ټولنې ملاتړ کړی او د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د لندن ښاروال اېډ هولډر هم دا پېښه د مسلمانانو او لندنیانو پرضد ډلوژنه بولي چې نه ویونکې کرکې سره رېښه لري.

نوموړی یوه بیان کې زیاتوي د ټولو لندنیانو په استازۍ زموږ زړونه مات دي او د هغې کورنۍ سره غمجن یو چې درې نسلونه یې پکې مړه شول.