تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رهف القنون: سعودۍ پېغله کاناډا ته پرلار ده
۱۸ کلنې سعودۍ نجلۍ رهف القنون ته وروسته تر هغه کاناډا کې پنا ورکړل شوه، چې د اسلام له پرېښودو وروسته له خپلې کورنۍ وتښتېده او د بنکاک پر هوايي ډګر یې بېرته خپل کور ته له ستنېدو انکار وکړ. نوموړې دا مهال کاناډا ته پر لاره ده.
رویټرز خبري اژانس ویلي "رهف القنون کاناډا ته د کوریا په یوه الوتکه کې سفر کوي."
نوموړې لومړی تایلنډ ته تللې وه او غوښتل یې استرالیا ته وتښتي، خو تایلنډي چارواکو یې بېرته خپل هېواد ته د ستنولو هوکړه وکړه.
رهف الوتکې ته له ختلو انکار وکړ او نه یې غوښتل کویت ته ولاړه شي، همدا وو چې د هوايي ډګر د یوه هوټل په خونه کې یې ځان بند کړ.
دا وايي، د تایلنډ بنکاک پر هوايي ډګر د تېرې یکشنبې په ورځ یوه سعودي دیپلومات پاسپورټ ترې واخیست او له ځان سره یې وساته.
رهف ټینګار کوي چې د استرالیا وېزه لري او هېڅکله تایلنډ کې د پاتې کېدو هوډ نه لري.
دې ویل، وېره لري که کورنۍ ته ستنه کړل شي، وبه وژل شي، ځکه اسلام یې پرېښی دی.
د رهف القنون پلار محمد القنون او ورور یې بنکاک ته تللي وو چې هغه سعودي ته بېرته په ستنولو قانع کړي، خو هغې یې له لیدلو ډډه وکړه.
تر ډېره حکومتونه وګړو ته پنا ورکوي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو علاي کمېشنرۍ هغه مهال د پنا ورکولو حق ورکوي، چې هېڅ کوم هېواد کوم وګړي ته له پنا ورکولو ډډه وکړي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو ویلي "کاناډا یې په اړه پوهېږي او د بشري حقونو او د ښځې د حقونو ترڅنګ ولاړه ده، همدا ده چې رهف القنون ته یې د پنا حق ورکړ."
"ټویټر او ګواښونه"
رهف دغه انځورونه خپاره کړي او ورسره لیکلي یې دي چې: "درېیم هېواد"
د سعودۍ پېغلې رهف القنون یوې ملګرې نورا د هغې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي وو "هغې ته د وژلو ګواښونه شوي."
د بشري حقونو د څار سازمان فیل رابرټسن ویلي "پوهېږم چې د هغې پرضد د وژلو ګواښونه شته"، خو ټینګار یې دا و چې نور جزییات نه لري.
هغې غوښتل استرالیا ته وتښتي.