مکرون: د فرانسې مسلمانان باید "جمهوري‌ ارزښتونه" ومني

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون په دې هېواد کې د اسلامي ټولنو له مشرانو غوښتي چې "د جمهوري ارزښتونو قرارداد" ومني‌، او د دې کار لپاره یې دوی ته پنځلس ورځې وخت ورکړی.

په دغه قرارداد کې راغلي‌ چې اسلام یو سیاسي‌ خوځښت نه، بلکې یو دین دی.

قرارداد همدا راز وایي چې په فرانسه کې د شته اسلامي‌ ټولنو او ډلو په چارو کې باید هېڅ ډول بهرنۍ لاسوهنه نه وي.‌

د ولسمشر مکرون دا څرګندونې په فرانسه کې تېره میاشت کې له ۳ بریدونو وروسته د "سخت دریځو اسلامپالو" پر ضد د حکومت د اقداماتو برخه ګڼل کېږي‌.

په یو برید کې د یو ښوونځي د هغه ښوونکي سر غوڅ کړل شو چې ویل کېږي خپل ټولګي ته یې د اسلام د پیغمر (ص) کارتونونه ښکاره کړي وو.‌

ولسمشر مکرون د دې بریدونو په غبرګون کې په ټینګار سره د "فرانسوي سیکولرېزم" دفاع کړې ده.

په نوي‌ قرارداد کې څه راغلي؟

ولسمشر مکرون د چارشنبې پر ورځ په الیزې ماڼۍ کې د اسلامي ټولنو له ځینو مشرانو سره وکتل.‌ له دې کتنې وروسته یوې سرچینې (لي پارسین) ورځپاڼې ته وویل، ولسمشر مکرون دې مشرانو ته ښکاره وویل چې نوي قرارداد کې دوه خبرې اساسي دي.

له دې مشرانو لومړۍ غوښتنه دا شوې چې "سیاسي اسلام" باید رد کړي،‌ او بله دا چې خپلو چارو کې باید د بهرنیانو مداخلې مخه ونیسي.‌

ولسمشر مکرون همدا راز په فرانسه کې د "اسلامي‌ بیلتونپالنې" د مخنیوي لپاره ځینې ګامونه اعلان کړي، چې موخه یې په فرانسوۍ ټولنه کې د مسلمانانو لا پراخه ورګډېدنه ده.‌

همدا راز د نویو اصولو له مخې به په کور کې د ماشومانو پر زدکړو محدودیتونه لګول کېږي، او هغه کسان به سخت قانوني چلن سره مخ کېږي چې د دین پر بنسټ له چارواکو سره بد چلن کوي.‌

هر ماشوم ته به د پېژندنې یوه ځانګړې شمېره ورکول کېږي او ټول ماشومان باید ښوونځي ته ولاړ شي، او که چېرې نه کوي نو مور او پلار به یې جریمه کېږي‌ او ان شپږ میاشتې زنداني کېدلی هم شي.‌

د اسلامي مشرانو ټولنو همدا راز ژمنه وکړه چې د ملا امامانو یوه ملي شورا به رامنځته کوي، او همدا شورا به امامانو ته د فعالیت جواز ورکوي.‌

دوی همدا راز ژمنه کړې چې که چېرې کوم امام د نوي قرارداد له اصولو سرغړونه وکړي‌ نو د فعالیت جواز به یې ترې اخیستل کېږي.‌

د اسلام په اړه د ولسمشر مکرون دریځ

څو میاشتې وړاندې د فرانسې ولسمشر ویلي وو، اسلام د یو دین په توګه له ناورین سره مخ دی.‌ نوموړي همدا راز د چارلي هېبډو مجلې لخوا د اسلام پیغمبر (ص) د کارتون خپرولو دفاع کړې وه.‌

د ښاغلي مکرون له دې څرګندونو وروسته د نړۍ ګڼو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې پر ضد لاریونونه وشول او د ولسمشر مکرون غندنه هم وشوه.‌

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څه موده وړاندې وویل،‌ ولسمشر مکرون باید د خپلې روانې روغتیا معاینه وکړي.

همدا راز په پاکستان کې هم تر دوه ورځې وړاندې د دیني‌ ګوندونو پرلت او اعتراضونه روان وو.‌ دې ګوندونو د پاکستان له حکومته غوښتنه کوله چې د فرانسې سفیر باید وشړي.‌

وروسته د حکومتي چارواکو او د پرلت د مشرانو ترمنځ له مذاکراتو وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې دا اعتراضونه پای ته ورسېدل.

ناتائید شوي‌ رپوټونه وایي، د پاکستان حکومت منلې ده چې د فرانسي توکو سره به پرېکون کوي او د فرانسې سفیر به هم له هېواده وباسي.

خو رسمي سرچینو دا رپوټونه نه دي تائید کړي او نه هم اسلام اباد کې د فرانسې سفارت په دې اړه څه ویلي.‌