د کاناډا یوه ښوونځي کې د ۲۰۰ بومي ماشومانو ډله ییز قبر موندل شوی

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو په دغه هېواد کې د یوه پخواني لیلیه لرونکي ښوونځي په انګړ کې د ۲۱۵ ماشومانو د ډله ییز قبر پیدا کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

یاد ښوونځی کابو یوه پېړۍ وړاندې د بومي خلکو د جذبولو لپاره جوړ شوی و.

ښاغلي تروډو د یادو ماشومانو وژنه د کاناډا د تاریخ شرموونکی څپرکی ګڼلی دی.

دا قبر د کاناډا بریټېش کولمبیا سیمه کې موندل شوی.

د کملوپس برېتېش کولمبیا ښار د TteS قبیلې مشره روزان کازیمیر ویلي، کشف شوي قبرونه د ښوونځي د مدیرانو له خوا هېڅ ثبت شوي نه دي.

ددې قبیلې مشران د دغو قبرونو او ماشومانو په اړه د لانورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له کارپوهانو او طبي ډلې سره همکاري کوي.

ځینې کشف شوي قبرونه د درې کلنو ماشومانو دي. تر اوسه ددغو کسانو د مړینې لامل او وخت نه دی په ډاګه شوی.

اغلې کازیمیر ویلي: "اوسمهال زموږ ډېرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي."

د کملوپس ښوونځی په ۱۸۹۰ کال د کاتولیکې کلیسا په مټ جوړ او په ۱۹۷۸ کال بند کړل شو.

دا ښوونځی ددې لپاره جوړ شوی و چې بومي (اصلي اوسېدونکي) ماشومان له خپلو ټولنو لیرې وساتي، پخپلو مورنیو ژبو ونه غږېږي او خپل کلتور ونه لمانځي.

په دا ډول بنسټونو کې د جسمي، عاطفي او جنسي ناوړه ګټې اخیستنې په اړه بېلابېل رپوټونه خپاره شوي.

موجوده اسناد ښيي چې ددې ښوونځي زدکوونکي منځ کې د شري، سل، انفلونزا او نورو ناروغیو خپرېدل ډېر اسانه وو، چې ځینې یې ترې مړه شوي هم دي.