جرمني د اشغال موده کې نمیبیا کې ډله ییزه وژنه رسماً ومنله

جرمني په رسمي توګه منلې چې د اشغال په دوره کې یې نمیبیا کې قتل عام یا ډله ییزه وژنه کړې او اوس یې ورسره د مالي مرستې اعلان کړی.

د شلمې پېړۍ پیل کې جرمن اشغالګرو د هیریرو او ناما قبایلو سلګونه زره خلک په ډله ییزه توګه وژلي وو.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هییکو ماس د جمعې پر ورځ هغه وژنې ډله ییزه وژنه وبلله. نوموړي وویل ''د جرمني د مورال او تاریخي مسوولیت په رڼا کې موږ له نمیبیا او د قربانیانو له اولادونو بخښنه غواړو. ''

ښاغلي ماس زیاته کړه، جرمني به ''د هغو غمیزو تایید په پار چې پر قربانیانو تېرې شوې '' د دغه هېواد له پرمختیايي پروګرام سره د نژدې یو اعشاریه یو میلیارد یورو (۱.۳۴ میلیونه ډالرو) مالي مرسته وکړي.

رپوټونو کې ویل شوي، دغه پانګه به د ۳۰ کلونو موده کې پر هغو پرمختیايي پروژو ولګول شي چې اغېزمنې ټولنې ترې ګټه اخلي.

د جمعې پر ورځ د ښاغلي ماس له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''موږ به دې پېښو ته په رسمي ډول د نن په تناظر کې د ډله ییزې وژنې نوم یاد کړو. ''

نمیبیا کې غبرګون

د نمیبیا حکومت یوه ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته په دې هکله وویل چې د جرمني تایید ''پر سم لوري لومړی ګام '' دی.

بل لور ته یو شمېر دودپالو مشرانو پر حکومت د خرڅېدو تور پورې کړی او د مرستې له منلو یې انکار کړی.

د جمعې ورځې اعلامیه له نمیبیا سره له پنځو کلونو خبرو وروسته خپره شوې.

دغه هېواد له ۱۸۸۴ تر ۱۹۱۵ کال پورې د جرمني په ولکه کې و، هغه مهال د جرمن سویل لویدیځې افریقا په نامه یادېده او مورخینو هلته رامنځته شوې پېښې د ''هېرې شوې ټولوژنې '' په نامه یادې کړې دي.

ملګري ملتونه د یوې قبیلې، قوم، توکم یا مذهبي ډلې د ټولو وګړو یا یوې برخې له منځه وړل یا د له منځه وړلو هوډ کولو په څېر فعالیتونه ډله ییزه وژنه بولي.