تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کریمه بلوچ مړی د کاناډا ټورنټو کې وموندل شو
د وتلې بلوچ سیاستوالې او د بلوچ زدکوونکو ټولنې پخوانۍ مشرې کریمه بلوچ مړی د کاناډا ټورنټو کې وموندل شو.
ټورنټو کې خبریالې سبا اعتزاز بي بي سي ته وویل، د ټورنټو پولیسو د کریمه بلوچ کورنۍ او خپلوانو ته د نوموړې د مړینې خبر ورکړی دی.
د کریمه بلوچ مړی د پولیسو سره دی او تر توشپلو (پوسټم مارټم یا طبي معاینې) وروسته یې د هغې کورنۍ ته سپاري.
لا هم د نوموړې د مړینې لامل مالوم نه دی، خو خواله رسنیو کې د دې پېښې د پلټنې ټینګار کېږي او د بښنې نړیوال سازمان هم "د قانون منګولو ته د مجرمانو د سپارلو" غوښتنه کړې ده.
دې سازمان ټوېټر کې لیکلي: "د کاناډا ټورنټو کې د ټولنیزې فعالې کریمه بلوچ وژل ډېر خواشینوونکي دي او سملاسي او اغېزناکه پلټنه او د قانون منګولو ته د مجرمانو سپارل پکار دي."
پولیس وايي، کریمه بلوچ د ډیسمبر پر ۲۰ مه ماسپښین درې بجې لیدل شوې او له هغه وروسته ورکه وه.
د ټورنټو پولیسو د کریمه بلوچ له ورکې وروسته د هغې پوره مالومات او انځور پر وېبپاڼه خپور کړس او له خلکو یې غوښتي وو، چې موندلو کې یې ور سره مرسته وکړي.
غبرګونونه
د کریمه بلوچ د مړي تر موندل کېدو وروسته افغانستان او پاکستان کې د خواله رسنیو کارنو او سیاستوالو غبرګون ښودلی دی.
د بلوچ ریپبلیکن ګوند ویاند شېر محمد بګټي ټوېټر کې د هغې مړینه لوی زیان بللی دی:
"دا د کاناډا حکومت دنده ده چې د دې پېښې پلټنه وکړي او د هغې کورنۍ او بلوچ قوم سره ټول حقیقت شریک کړي".
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم د کریمه بلوچ پر مرګ خواشیني ښودلې ده:
"د هغې وژنه د هغو مظلومو ملتونو لپاره لوی تاوان دی چې د ژوند کولو د حق او حیثیت لپاره مبارزه کوي. پکار ده مجرمان ونیول شي او دا ډول ځپل ودرول شي، موږ بلوچ ملت ته تسلي وایو."
پښتین ادریس هم لیکلي، "د بې پتې خلکو غږ کریمه بلوچ نن زموږ سره نشته، د دې غم بیانولو لپاره ټکي نشته".
ټولنیزه فعاله او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعیل- چې پر پاکستاني پوځ یې نیوکې کولې او اوس بهر اوسېږي- د کریمه بلوچ د وژنې د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده:
"سوېډن کې د بلوچ خبریال ساجد جسین له ورکېدو او بیا مړي پیدا کېدو وروسته څو میاشتې وروسته دا وژل کېږي".
د نوموړې په خبره، د کریمه بلوچ ژوند پاکستان کې له خطر سره مخ و، ځکه کاناډا ته لاړه.
فیسبوک کارن نعمت الله لیکلي، کریمه بلوچ د کاناډا په ټورنټو کې په مرموز ډول وژل شوې ده:
"نوموړي د بلوچو سره د پاکستان ریاست او پوځ له خوا د روانو ظلمونو او بشري جنایتونو پر ضد مبارزه کوله. "
کریمه بلوچ به د پښتون ژغورنې غورځنګ خولۍ هم پر سروله او د دې غورځنګ یوه ملاتړي اصف نورزي لیکلي:
"کریمه بلوچ چې پښتون ژرغورنې غورځنګ او د بلوچ وروڼو لپاره یې د حق غوښتنې، غوښتونکې وه نن ورځ یې د کاناډا په ټورینټو په ښار کې جسد موندل شوی. مرګ یې په هېڅ ډول د بښلو نه دی."
کریمه بلوچ څوک وه؟
۳۷ کلنه کریمه بلوچ کاناډا کې کډواله وه او پر ۲۰۱۶ کال د بي بي سي د سلو اغېزناکو ښځو نوملړ کې راغلې وه.
نوموړې د بلوچ مېرمنو کې د سیاسي خوځښت پیدا کولو بنسټګره وه.
هغه د بلوچ زدکوونکو ټولنې ۷۰ کلن تاریخ کې لومړنۍ ښځینه مشره وه.
کریمه بلوچ بلوچستان کې په بلوچ غورځنګ او مظاهرو کې د ښځینه زدکوونکو شاملولو کې مهم رول درلود.
پر ۲۰۱۴ کال د خپل تره زوی له ورکېدو وروسته کریمه بلوچ بي بي سي ته وویل چې دې ته هم ګواښونه کېږي او ورته ویل کېږي چې د بلوچ حقونو له هڅو لاس واخلي او که داسې نه کوي، د دوی د کورنۍ یو نارینه هم نه پرېږدي.
"موږ پخپله دا سخته لار غوره کړې ده، ځکه په دې ګواښونو له خپلو هڅو لاس نه اخلم".
کریمه بلوچ بلوچستان کې د خطرو له امله کاناډا ته کډواله شوه او په هغه هېواد او سویټزرلنډ کې یې د ملګرو ملتونو ناستو کې د بلوچستان مسلې پورته کولې.
د روان کال مارچ کې بل بلوچ کډوال او خبریال ساجد حسین سوېډن کې ورک او وروسته یې سیند کې مړی وموندل شو.
خپلوانو یې ویل چې وژل شوی دی، خو د پولیسو پلټنه کې دا تور ثابت نه شو.