تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان ته د محسن دوړ د سفر مخه نیول شوې
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي اردو ډاټ کام، کوټه
په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پارلمان غړی محسن دوړ وايي، کوټې هوايي ډګر ته په رسېدو یې امنیتي اېجنسیو له هوايي ډګره د وتلو مخه نیولې او ورته ویل شوي چې بلوچستان ته یې د ۹۰ ورځو لپاره په ورتګ بندیز لګول شوی، سرچینې وايي، ښاغلی دوړ بلوچستان ته د سفر پرمهال له هوايي ډګره یوه حکومتي ارامځي ته لېږدولی شوی دی.
محسن دوړ د جمعې په ورځ له اسلام اباده د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته د تللو هوډ کړی و چې بالاخره کوټې ته تر رسېدا وروسته پاکستاني حکومت د کوټې پر هوايي ډګر خپلو مینه والو ته پرې نه ښود.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو بي بي سي ته ویلي، د امنیتي اندېښنو له کبله محسن دوړ یوه خوندي ارامځي ته لېږدول شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، که تر شنبې محسن دوړ خوشی نه شو، نو دوی به سخته تګلاره غوره کړي.
محسن د بلوچستان کومو ځایونو ته تلل غوښتل؟
د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېتې غړي سید زبیر شاه بي بي سي ته ویلي، محسن دوړ د جمعې په ماښام له اسلام اباده کوټې ته رسېدلی.
دی وايي، محسن دوړ غوښتل د بلوچستان کوټه کې کیچ او چمن سیمو ته ولاړ شي.
نوموړی وايي، ښاغلي دوړ غوښتل چمن کې له هغو کورنیو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې یې د امنیتي ځواکونو په ډزو د کورنیو غړي وژل شوي دي.
دی زیاتوي، محسن دوړ کیچ کې د سرحدي ځواکونو په ډزو د وژل شوي محصل علم حیات بلوڅ له کورنۍ او د نا پېژاندو وسله والو په ډزو د ددوو نورو وژل شویو ښځو له کورنیو سره هم د خواخوږۍ ښودلو هوډ درلود.
زبیر شاه وايي، د محسن دوړ په دې سفر کې کوټه کې د ورکو شویو وګړو له خپلوانو سره هم د لیدنې نیت درلود.
د محسن دوړ هرکلي ته د کوټې پر هوايي ډګر د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼ مینه وال راغونډ شوي وو، خو نوموړی له هوايي ډګره دوی ته ورونه وت او بلې خوا ته یووړل شو.
په کوټه پرېس کلب کې د دغه غورځنګ ځینو مشرانو د حکومت له خوا بل ځای ته د محسن دوړ لېږدول غندلي دي.
دوی وايي، حیران دي چې د پارلمان پر دغه غړي لاهم د لېږد-رالېږد بندیز دی.
په بلوچستان کې د ورکو شویو کسانو د خپلوانو یوې اړوندې ټولنې (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) مرستیال مشر ماما قدیر بلوچ بل ځای ته د محسن دوړ وړل غندلي او وايي محسن دوړ تیلیفون ورته کړی و چې د ورکو شویو بلوڅانو له خپلوانو سره به ویني.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو بي بي سي ته ویلي، په بلوچستان کې د محسن دوړ پر خلاف تر اوسه هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې، بلکې دا کار د هغه د ښې ساتنې لپاره شوی دی.
تر دې وړاندې د بلوچستان یوې محکمې د جولای پر ۲۹مه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو پارلماني غړو محسن دوړ او علي وزیر د ۹۰ ورځو لپاره د ورتګ بندیزونه لګولي وو.