هند کې کورونا وبا: له ګنګا سینده د لسګونو کسانو مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې په هند کې د کورونا وبا دویمه زوروره څپه روانه ده، د دغه هېواد مشهور سیند ګنګا په څنډو کې لسګونه مړي موندل شوي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې په اترپردېش ایالت کې د ګنګا غاړو ته د موندل شویو مړیو شمېر پنځوسو ته رسېدلی دی.
د دوشنبې پر ورځ ګهامر سیمې ته نژدې له یاد سینده د څلوېښتو کسانو مړي موندل شوي وو. که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مړي څنګه په سیند لاهو شوي، خو باور کېږي چې د کوویډ - ۱۹ له کبله مړه شوي کسان دي، چې هویت یې هم تر اوسه څرګند نه دی.
د ګهامر کلي اوسېدونکو بي بي سي هندي څانګې سره خبرو کې ادعا کړې چې له څو ورځو راهیسې یې چارواکو ته د سیند غاړې ته پرتو مړیو د بوی په هکله شکایتونه کول، خو چارواکي پر دوشنبه په بیهار ایالت کې د مړیو موندل کېدو وروسته لاس په کار شول.
ځايي پولیسو د لرګیو په وسیله له سینده مړي راباسي او له تېرې شپې راهیسې له سینده ۲۵ یا ۳۰ مړي رایستل شوي چې خاورو ته سپارل شوي دي.
د هند این ډي ټي وي ټلویزیوني شبکې رپوټ کې د ځايي پولیسو مشر ایم پي سینګ له قوله ویل شوي، یوه څېړنه پیل شوې چې معلومه شي، ځنګه او له کومه ځایه دغه مړي په سیند کې تر دغې سیمې رسېدلي دي.
د ددوشنبې پر ورځ د بیهار او اترپردېش ایالتونو تر منځ بوکشر سیمه کې پولیسو تایید کړه چې له ګنګا سینده یې ۴۰ مړي راایستلی دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ځینې ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، تر ۱۰۰ پورې مړي له سینده موندل شوي او له وضعیته یې داسې ښکاري چې تر څو ورځو - شپور پورې په سیند کې پراته وو. یوه ځايی چارواکي ویلي، موندل شوي مړي به یا اور او یا خاورو ته وسپارل شي.
په هند کې د کورونا وبا دویمې زورورې څپې ګڼ کسان وژلي او اور ته د مړو سپارلو په ځینو ځایونو کې ځای نه دی پاتې شوی.
هند اوس په ټوله نړۍ کې وبا ځپلې مرکزي سیمه بلل کېږي. دغه هېواد کې پر وېروس د اخته نژدې ۲۲ میلیونو کسانو نومونه ثبت شوي دي او له همدې کبله ۲۴۹ زره ۹۲۲ کسان مړه شوي دي. ماهرین بیا په دې باور دي چې د مړینې اصلي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.










