په هند کې د کورونا وبا يوه بله ځپوونکې ورځ وه
د کورونا دوهمې زورورې څپې ترڅ کې، هند پر دې ناروغۍ د اخته کېدو يوې بلې ريکارډ کچې سره مخ شوی دی.
تېره يوه ورځ کې یې ۴۱۴ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته موندل شوي، چې د وبا له پيله یې د ټولټال ناروغانو شمېر ورسره له ۲۱ ميليونو اوښتی دی. خو دا شمېر يې لږترلږه ګڼل کېږي.
د هند سترې محکمې مرکزي حکومت ته خبرداری ورکړی، چې ډيلي ته دې هره ورځ اووه سوه ميټريک ټنه، طبي اوکسيجن برابروي، چې پر کورونا ويروس اخته کسانو درملنې سره مرسته وکړی شي.
قاضيانو، ګوتڅنډنه کړې که حکومت یې غوښتنې ته غاړه کېنښوده، پر وړاندې به يې ګام پورته کوي. سترې محکمې یې د لوړې محکمې دا حکم هم ساتلی، چې د کرناټاکا ايالت ورځني اکمالات هم بايد زيات شي.
د هند روغتيايي سيستم له کړکېچ سره مخامخ دی، او روغتنونه یې له ناروغانو ډک دي.