فضا کې پاخه شوي شراب بولۍ ته وړاندې کېږي

CHRISTIE'S IMAGES LTD. 2021

د عکس سرچینه، CHRISTIE'S IMAGES LTD. 2021

د عکس تشریح، د دې شرابو بیه یو میلیون اټکل شوې ده.

یو بوتل فرانسوي شراب یا واین چې تر یو کال ډېره موده فضا (تشیال) کې د ځمکې پر مدار څرخېدلي، خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

د پېتروس ۲۰۰۰ په نوم دغه یو بوتل شرابو چې بوردو سیمه کې له مېرلوت انګورو جوړ شوي ۱۴ میاشتې مدار کې تېرې کړې دي.

دا شراب په خوړو او کرنه د یوې خصوصي څېړنې په لړ کې مدار ته استول شوي وو.

د کرېسټي په نوم د لیلامۍ انلاین شرکت سې شنبه وویل چې دغه شراب یې بولۍ ته وړاندې کړي دي.

دغه شرکت اټکل کړی چې د فرانسوي شرابو دا بوتل به په شاوخوا ۱ میلیون ډالرو وپلورل شي.

د کرېسټي کارمن 'ټېم ټرېپټري' چې د شرابو متخصص دی، بي بي سي ته وویل، فضا کې پر دغو پخو شویو شرابو سربېره د پېتروس ۲۰۰۰ عادي بوتلونه هم خرڅلاو ته ایښودل کېږي نو "بختور پلورونکی دواړه سره پرتللی شي."

سپېس کارګو انلېمېټډ په ۲۰۱۹ کال نړیوال فضايي مرکز 'ای ایس ایس' ته ۱۲ بوتله شراب واستول.

دا شراب تشیال کې له ۴۰۰ د ډېرو ورځو له تېرولو او په صفر جاذبه کې له شاوخوا ۳۰۰ میلیون کیلومتره سفر وروسته تېره جنورۍ ځمکې ته راوګرځېدل.

دې شرابو څوارلس میاشتې نړیوال تشیالي مرکز کې تېرې کړې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دې شرابو څوارلس میاشتې نړیوال تشیالي مرکز کې تېرې کړې.

ساینسپوهانو هغه وڅېړل او یوه ډله شراب خورو مارچ کې هغه پر ځمکه د پخو شویو زړو شرابو له بوتلونو سره د پرتلې لپاره د بوردو پوهنتون د شرابو انسټیټیوټ ته یووړل.

لیکواله او خبریاله جېن انسن هم له دوی سره په دغه کار کې ملګرې وه.

هغې بي بي سي ته وویل: "دا راته سخته ده چې ووایم (تر نورو) ښه وو که خراب. خو قطعآ جلا وو. بوی یې لږ ډېر وتلی و ګلورین و - په هره توګه هر پېتروس چې زوړ شي دا کار ورسره کېږي."

اغلې انسن د دې لپاره مدار ته د پېتروس د استول کېدو پرېکړه ستايي چې دا شراب له یوې خوا ښه نوم او باور او له بلې خوا د زړېدو وړتیا لري.

هغه وايي: "هغه شراب چې واقعآ ۶۰ - ۷۰ کاله زړېدای شي، ډېر نه دي او پېتروس له همدغو شرابو دي."

هغه ډاډمنه نه ده چې صفر جاذبې، د ځمکې مدار ته سفر او بېرته را وړلو به پر دغو شرابو اغیزې درلودلی وي.

د شرابو دغه بوتلونه د سپېس کارګو انلېمېټډ لخوا د فضايي څېړونو د یوه خصوصي تامین شوي پروګرام 'مېشن وایس' د برخې په توګه فضا 'تشیال' ته استول شوي وو.

CHRISTIE'S IMAGES LTD. 2021

د عکس سرچینه، CHRISTIE'S IMAGES LTD. 2021

د دې کمپنۍ شریک بنسټګر او اجراييوي رییس نیوکلاس ګایوم په یوه اعلامیه کې ویلي ‍د طرحې هدف د صفر جاذبې او تشیال د اغېز په څېړولو سره "په کرنې او خوراکي توکو کې چې موږ ورته سبا ورځ د ځمکې پر مخ اړتیا لرو، د نوښت برخه کې مرسته ده."

کرېسټي کې بولۍ کې له دغو ایښودل شویو شرابو ترلاسه کېدونکي پیسې به سپېس کارګو انلېمېټډ سره مرسته وکړي چې فضا کې نورې تجربې له مالي اړخه تامین کړي.

ټرېپټري بي بي سي ته وویل: دې څېړنې وښوده چې "شراب فضا کې رسېږي [پخېږي]."

نوموړی وايي: "څوک څه پوهېږي - ستورمزلي ښايي راتلونکي کې له ځان سره تشیال ته شراب قاچاق کړي!."

دا له هغو ۱۲ یوازنی بوتل دی چې پلور ته وړاندې شوی. له هغو درې لا مخکې د خوند څکلو لپاره پرانیستل شوي او پاتې اته به د نورو څېړونو لپاره خوندي شي.

د بورډو چاتیو پېتروس د کال یوازې ۳۰ زره بوتله شراب تولیدوي، خو تولیدات یې د نړۍ د ډېرو ګران بیه شرابو په کتار کې راځي.