پاکستان کې د شرابو نوې کارخونه، چې ''یوازې د چینایانو اړتیا به پوره کوي''

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي کوټه
د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه حب ښارګوټي کې د یوه چینايي شرکت له لوري د شرابو چمتو کولو کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د پاکستان ګمرکونو اداره وايي، د دغه هېواد بیا رغانیزو چارو کې د چینایانو شمېر په ډېرېدو دی او د دوی اړتیا پوره کولو لپاره دا کارخانه چمتو شوی، خو د اوس لپاره به بهر ته نه صادرېږي.
چارواکي وايي، له دې کارخونې به ځايي خلکو ته کاري فرصتونه چمتو شي او ایالتي او فدرالي حکومتون به د مالیې په بڼه عاید ترلاسه کړی.
کوسټل بریوري اینډ ډسټلري لمټیډ نومي چینايي شرکت تېر کال اپریل کې پاکستان کې ثبت او په حب نومي ښارګوټي کې یې د شرابو چمتو کولو کارخونه فعاله کړه. سره له دې چې پاکستان مسلمان اکثریت هېواد دی، خو نه یوازې دلته شراب چمتو کېږي، بلکې له قاچاقي لارو هم واردېږي.
د قانون له مخې مسلمانان نه شي کولای شراب وپېري او غیر مسلمانانو ته بیا ځانګړي جوازونه ورکول کېږي.
د یادونې ده چې همدې حب ښارګوټي کې د کیو ډي ایل په نامه د شرابو چمتو کولو یوه بله کارخونه هم فعاله ده، چې څو کاله مخکې له کوټې دې ښارګوټي ته راوړل شوې. چارواکي ادعا کوي چې د شرابو کاروبار او کاروولو اجازه یوازې د مذهبي لږکیو اړوند کسانو ته ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګمرکونو صوبايي ادارې مشر محمد زمان وايي، د کارخونې اجازه ورکولو هدف د هغو چینايي کارګرو اړتیا پوره کول دي، چې د چین او پاکستان تر منځ اقتصادي دهلېز 'سي پېک ' پروژو کې فعالیت کوي.
ښاغلی زمان وايي، دې پروژو کې له ۲۵ تر ۳۰ زرو پورې چینايي کارګر فعالیت کوي او دغه کارخونه به د دوی له معیار او غوښتنې سره سم شراب وړاندې کوي
محمد زمان وايي، دغه کارخونه به د اوس لپاره یوازې بیئر چمتو کوي. نوموړی زیاتوي دا د ۲۰۱۸ کال پروژه ده، چې د درې میلیاردو روپیو مستقیمه پانګونه پکې شوې ده.
د محمد زمان په وینا د کارخونې اداري چارې د چینایانو په واک دي، خو بل لور ته د ډان ورځپاڼې خبریال اسماعیل ساسولي وايي، تر اوسه ۲۰ چینایايي او ۱۴۰ پاکستانیان په دغه کارخونه کې په دنده ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د ګمرکونو اداري صوبايي چارواکی محمد زمان وايي، د اوس لپاره به دغه کارخونه د پاکستان مېشتو چینایانو اړتیا پوره کوي، خو که فدرالي حکومت اجازه ورکړي، په دې کارخونه کې چمتو شوي بيئر به چین یا نورو هېوادونو ته هم صادر شي.








