شراب که لږ وي یا ډېر، خو روغتيا ګواښي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړنې شراب څښل په نړیواله کچه خطر پېښوونکی عامل یاد کړی

د نړیوالې څېړنې پایلې ښيي، شراب یا الکول که څومره کمه اندازه وکارول شي، بیا هم روغتیا ته تاوان لري او غوره سپارښتنه دا ده چې په بشپړ ډول له شراب څښلو ډډه وشي.

دا څېړنه په لنسټ مجله کې خپره شوې چې د نړۍ په ۱۹۵ هېوادونو کې له ۱۵ کلنۍ تر ۹۵ کلنۍ عمر لرونکي کسان پکې پوښتل شوي دي.

یادې څېړنې کابو ۲۶ کاله وخت نیولی چې په ۱۹۹۰ کال پیل شوې وه او په ۲۰۱۶ کال کې پای ته ورسېده.

څېړونکو په دغه څېړنه کې هغه کسان چې اصلا شراب نه څښي، له هغو کسانو سره پرتله کړي چې لږ تر لږه د ورځې یو ځل شراب څښي.

څېړنه دې پایلې ته رسېدلې چې شراب په ټولو عمرونه کې د بې روزګارۍ او مړینې اوم وژونکی عامل دی.

د څېړنې له مخې، (۲،۲) سلنه د ښځو مړینه او ۶،۸ سلنه د نارینه وو مړینه د شراب کارونې له امله ده، خو څېړنه وايي، له ۱۵ کلنۍ تر ۴۹ کلنۍ شراب د وژنې له مهمو لاملونه دی چې کولی شي د (۳،۸) سلنه ښځو او (۱۲،۲) سلنه نارینه وو د مړینې لامل شي.

دغې څېړنې شراب څښل په نړیواله کچه خطر پېښوونکی عامل یاد کړی او وايي، د الکولو "هره اندازه" کارونه روغتيا ته زیان رسوونکې ده.

څېړنې موندلې چې د کمې اندازې شراب څښل ښايي زړه ته لږ ګټه ولري، خو په ټوله کې یې د زیان اندازه تر ګټې ډېره ده، ځکه د سرطان او نورې ناروغیو لامل کېدای شي.

د واشنګټن پوهنتون استاد ډاکټر "مکس ګرېزویلډ" چې د دغې څېړنې مشري کوي، وایي:

"پخوانیو څېړنو موندلې وه چې شراب د یو شمېر ناروغیو مخه نیسي، خو موږ دې پایلې ته ورسېدو چې شراب که هر څومره کم هم وکارول شي، روغتیا ته تاوان لري."

د دغې څېړنې څېرنډله وايي، په پام کې نیولو معیارونو ته په کتو يې څېړنه په دې برخه کې تر ټولو هر اړخیزه څېړنه ده.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یوازې په سپارښتنو نه شي کېدای شرابیان له شراب څښلو را وګرځول شي

د څېړنې پر ښپارښتنه شکونه یو شمېر کتونکي د څېړنې دې سپارښتنې عملي کېدو ته چې له شراب څښلو ډډه وکړئ، د شک په سترګه ګوري.

د کمبرېج پوهنتون استاد پروفیسور "ډیویډ سپیګلهالټر" وايي، یوازې په سپارښتنو نه شي کېدای شرابیان له شراب څښلو را وګرځول شي:

"موټر که ورو چلوې یا ګړندی خطر لري، خو هیڅوک له موټر چلولو لاس نه اخلي. که موضوع ته ځير شئ، په ژوند کې هیڅ شی بې خطره نه دی، خو هیڅوک له ژونده د لاوینځلو سپارښتنه نه کوي."