ورځ کې یو میل ګرځېدل د ماشومانو روغتیا ته ګټه رسوي

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، څېړونکي وایي، ماشومان دې وهڅول شي چې ورځ کې یو میل وګرځي

په برېتانیا کې یوه نوې څېړنه وایي، ماشومان باید دې ته وهڅول شي چې په ورځ کې یو میل قدم ووهي یا وځغلي، ځکه دا یې پر روغتیا مثبت اغېز کوي.

د څېړنې پایلې وروسته له هغې رامخې ته شوي چې په سکاټلنډ کې د یو ښوونځي سرښوونکې په ۲۰۱۲ کال کې د "په ورځ کې یو میل" په نامه یو لړۍ پيل کړه.

د ایلېن ویلي په نامه دې سرښوونکې غوښتل ماشومان پیاده ګرځېدو او فعاله اوسېدو ته وهڅوي، ځکه چې د ټولګي د ځینو ماشومانو روغتیایي وضعیت یې ښه نه و.

نوموړې په خپل سر یو نوښت وکړ. هره ورځ به یې ماشومانو ته اجازه ورکوله چې د درس په وخت کې د ۱۵ دقیقو لپاره له ټولګي ووځي، قدم ووهي، وځغلي او یا نورې لوبې وکړي.

ماشومان

د عکس سرچینه، Daily Mile Foundation

د عکس تشریح، ګرځېدل د ماشومانو فزیکي او رواني حالت ته ګټه رسوي

د ایلېن پام شو چې څه موده وروسته یې نه یوازې د ټولګي ماشومان له فزیکي پلوه تر پخوا ډېر فعاله شوي، بلکې د درس پر وخت یې پام او تمرکز هم ډېر شوی.

څېرونکو د همدې ښوونځي د ماشومانو روغتیا له هغو سره پرتله کړې چې په دې پروژه کې یې برخه نه درلوده.

له پایلو څرګنده شوې چې هغه ماشومان چې په ورځ کې یو میل قدم وهي یا ځغلي، د غیر فعاله ماشومانو پرتله ښه روغتیا لري.

د پیاده ګرځېدو ګټې پخوا هم ډېرې یادې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په ماشومانو کې د دې عادت پر ګټو څېړنه کېږي.

وروسته له هغه چې درې کاله وړاندې په سکاټلند کې "په ورځ کې یو میل" پروژه پیل شوه، د نړۍ په ۳۰ نوروهېوادونو کې هم کابو ۳۶۰۰ ورته کار پيل کړ.

په ګډونوالو کې داسې ماشومان هم شته چې تر یو میله د قدم وهلو او ځغاستلو وړتیا نلري، خو تر خپله وسه هڅه کوي چې برخه واخلي او فعاله و اوسي.

د سکاټلنډ د سټرلېنګ پوهنتون څېړونکي وایي، د نړۍ په کچه پالیسي جوړوونکي باید دا پروژه جدي ونیسي او لا ډېر ماشومان وهڅوي چې ورته عادتونه خپل کړي.