د جورج فلویډ وژنې قضیه: د مینیاپولیس پولیسي نظام په هکله فدرالي څېړنه کېږي

امریکا متحدو ایالتونو کې د مینیاپولیس ښار پولیسي نظام په هکله له هغه یوه ورځ وروسته فدرالي څېړنه پیل شوې چې د دې ښار یو پخوانی پولیس افسر د جارج فلویډ په وژنه کې مجرم وپېژندل شو.

لوی څارنوال میریک ګارلانډ وايي، عدلیه به وګوري چې ایا ''په پولیسي نظام کې د غیر قانوني فعالیتونو کومې نښې نښانې '' شته او که نه.

دغه څېړنه د ډیریک شوین له لاسه د ښاغلي فلویډ له وژنې وروسته د هېواد په لر او بر کې له پراخو احتجاجونو وروسته پیلېږي.

د سې شنبې پر ورځ دغه مخکینی پولیس په ټولو قضیو کې مجرم وپېژندل شو.

د ۲۰۲۰ کال مې میاشت کې په داسې حال کې د ډیریک شوین ویډیويي کلیپ ثبت شو، چې تر نهو دقیقو زیات وخت یې له نیولو وروسته د د جار فلوایډ پر غاړه ګونډه ایښې وه.

بې وسلې افریقايي الاصله جورج فلویډ له هغې پېښې یو ساعت وروسته مړ شو. د نوموړي وژنې ویډیو له خپرېدو وروسته په ټوله امریکا کې پراخ احتجاجونه وشول چې د پولیسو اصلاحاتو غوښتنه یې کوله.

د سې شنبې پر ورځ د امریکا مینیاپولیس ښار د محکمې یوه پرېکړه کې د جورج فلویډ د وژلو قضیې په ټولو تورونو کې ددې ښار د پولیسو مخکیني افسر ډیریک شوین ګناهکار پېژندل شوی دی.

د محکمې منصفه پلاوي د ښاغلي شوین تر محاکمې درې اونۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هغه ګناهکار اعلان کړ.

د دې قضیې تازه پرمختګ لړ کې لوی څارنوال وايي، په څېړنه کې به د مینیاپولیس پولیسو ''د پالیسۍ، روزنې، څارنې او زور کارونې '' پراخه څېړنه وشي او دغه راز به ''د حساب ورکولو په هکله د اوسني نظام څېړنه وشي او دا چې ایا کوم بل داسې میکانیزم ته اړتیا شته چې له قوانینو سره سم پولیسي سیسټم ته زمینه برابره شي؟ ''

دیریک شوین په مجرمانه عمل (د دویمې درجې قتل) په قصدي وژنه د یوه خطرناک عمل له لارې په قصدي وژنه (دریمه درجه قتل) او د دویمه درجه ناقصدي انسان وژنه تورن شو. دی په درې واړو مواردو کې ګناهکار ‌پېژندل شوی.

د محکمې قاضي وویل، د دریک شوین د مجازاتو دا حکم به اته ااونۍ وروسته په ډاګه شي.

د میناسوتا ایالت تور پوستی جورج فلویډ تېر کال یوه پلورنځي ته د جعلي بانکنوټ د وړاندې کولو په تور تر نیول کېدا وروسته تر زندۍ کېدا پس، چې (ساه نشم اخیستی) چیغې یې وهلې ومړ.

که پر ۴۵ کلن دیریک شوین دا تورونه ثابت کړل شي، له څو لسیزو بند سره مخامخېدای شي.

د ښاغلي فلویډ د نیول کېدا وېډیوګانې هم خپرې شوې چې ډيریک شوین پکې ښکاري د ښاغلي فلویډ پر مرۍ نهه دقیقې او ۲۹ ثانیې یې خپله ګونډه وهلې او دی پر ځمکه پروت دی.

دا پېښه د تېر کال د مې پر ۲۵مه شوې وه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سې شنبې په ورځ د جورج فلویډ له کورنۍ سره تر خبرو وروسته هیله وښوده چې منصفه پلاوی به عادلانه وي.

د مینیاپولیس ښار د محکمې د حکم د اعلان پرمهال د محکمې شاوخوا ډېری پلورنځي تړل شوي وو او ورڅېرمه نورې ودانۍ هم د احتمالي زیان رسېدو له کبله تړل شوې وې.‌

د واشنګټن ښاروال هم له دفاع وزارت غوښتي وو د لاریون راوتلو په صورت کې د ملي ګارد سرتېري او د پلازمېنې د امنیت ساتلو ځواکونه مرسته وکړي.

د محکمې د حکم په اورېدو سره د محکمې د ودانۍ مخې ته راټول شویو خلکو خوشحالي وکړه.

د جورج فلویډ له مړینې وروسته په امریکا کې له افریقا الاصله وګړو سره د پولیسو د ناوړه چلن پر وړاندې پراخ لاریونونه وشول.

د جو بایډن څرګندونې

د امریکا ولسمشر جو بایډن او مرستیالې یې کماله هرېس د محکمې د حکم تر اعلانېدو وروسته د فلویډ له کورنۍ سره خبرې وکړې.

د رپوټونو له مخې، ښاغلي بایډن له یادې کورنۍ سره خبرو کې وویل: "تر یوه حده عدالت پلی شو".

هغه زیاته کړه:‌ "ډېر نور کارونه به هم وکړو. دا په هېواد کې د توکمپالنې ستونزې ته د رسېدو په لار لومړنی ګام دی".

هغه د سې شنبې په ورځ یوه تلوېزیوني وینا کې هم وویل:‌ "سیستماتیکه توکمپالنه د هېواد پر ځان او روح تور داغ دی".

اغلې هرېس هم کانګرس وهڅاوه چې د جورج فلویډ طرحه د پولیسو د اصلاح په موخه تصویب کړي: "دا لایحه د جورج فلویډ د میراث یوه برخه ده. په دې کار کې مو زښت ډېر ځنډ کړی دی".

د محکمې جریان

د محاکمې په جریان کې ۲۵ کسانو، چې ډاکټران، کارپوهان، پولیس، لارویان او هغه کسان چې د ښاغلي فلویډ نژدې خپلوان وو، حاضر وو.‌

د محکمې د منصفه پلاوي له ۱۲ غړو شپږ یې سپین پوستي، څلور تور پوستي او دوه یې څو توکم لرونکي، اوه ښځې او پنځه نارینه وو.

قاضیانو او مدافع وکیلانو د دوشنبې په ورځ خپل وروستي دلایل وړاندې کړل.‌