د امریکا د مینیاپولېس ښار شورا د پولیسو اوسنی نظام ختمول غواړي

د امریکا د مینیاپولېس ښار شورا د غړو یوې ډلې ویلي چې دغه ښار کې د پولیسو اوسنی نظام ختمول غواړي.

د دې شورا نهو غړو د یکشنبې په ورځ د اعتراضیانو غونډه کې دا خبره وکړه، چې په دغه ښار کې د پولیس په لاس د تورپوستي د وژلو غبرګون کې جوړه شوې وه.

تېرو دوو اونیو کې د امریکا ښارونو کې د ۴۶ کلن تورپوستي جورج فلویډ د وژلو غبرګون کې مظاهرې کېږي، چې مینیاپولېس کې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته مړ شو.

د مینیاپولېس ښار د دې شورا د نهو غړو په خبره- چې د ښار د ۱۳ کسیزې شورا کثریت جوړوي- د پولیسو له ختمولو یې موخه له وګړو سره د دوی د ناسمو اړیکو پای ته رسول دي.

دوی دا هم وايي، چې له ټولنو او مېنو جوړ د عمومي امنیت ساتی ځواک به د پولیسو ځایناستی شي.

دوی دا هم ویلي چې د پولیسو د چلن سمولو لپاره یې پخوا هڅې کړې، خو ګټه یې نه لرله.

دې ښار کې د مظاهره چیانو ځینې ډلې هم پر ځايي پولیسو د بودیجې درولو او د دوی د دندو د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

پر امریکا سربېره نوره نړۍ کې هم د جورج فلویډ له وژنې وروسته د توکمیز توپیر او د پولیسو د زور زیاتي خلاف مظاهرې کېږي.

د امریکا پلازمېڼه واشنګټن کې هم زرګونو کسانو پرون تر ټولو ستره مظاهره درلوده، چې له امله یې پولیسو سپینې ماڼۍ ته تللې ټولې لارې وتړلې.

د نیویارک، شیکاګو، لاس انجلس او سن فرانسیسکو په ګډون د دغه هېواد نورو ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

لاریونوال څه غواړي

پر خواله رسنیو سربېره کوم کسان چې په سړکونو کې هم د مظاهرو ملاتړ کوي، دوی د پولیسو توکمیز چلن او تاوتریخوالي ته د چارواکو پام اړول غواړي.

د رسمی شمېرو له مخې امریکا کې تور پوستي تر سپین پوستو پنځه ځلې ډېر بندیان دي.

دوی ته تر سپین پوستو شپږ ځلکه ډېره د نشه يي توکو له امله سزا ور کول کېږي، خو کارول یې دواړو توکمنو کې یو شان دي.

تورپوستې مېرمنې د مېندوارۍ پر مهال د سپین پوستو مېرمنو پرتله دوه وارې ډېرې مړې کېږي.