تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ د امریکا نورو ښارونو ته هم د ځواکونو لېږلو ګواښ وکړ
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانو مظاهرو د کنټرولولو لپاره سترو ښارونو ته د لا نورو ځواکونو د لېږلو ګواښ وکړ.
ډونلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د شیکاګو او نیویارک په ګډون پر هغو ښارونو نیوکې وکړې چې لیبرال ډیموکراټان یې اداره کوي او ویې ویل، مشران یې له ګام پورته کولو وېرېږي.
هغه دا هم وویل چې اورګن ته لېږلو ځواکونو"ښه دنده" وکړه او پورټلنډ کې یې د مظاهرو ورځو کې قانون پلی کړی.
خو ځايي چارواکي وايي، فدرالي پولیس حالت لا خرابوي.
ایالتي مشرانو له ولسمشر ټرمپ غوښتي چې له فورټلنډ دا سرتېري لرې کړي او پر نوموړي تور لګوي چې ټاکنیز کال کې د سیاسي ګټې لپاره وضعیت خرابوي.
خو ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې بیا د نظم او قانون پلي کولو خبره وکړه:
"موږ قانون پلي کوونکي لېږو، موږ ښارونو کې د دې پېښو رامنځته کېدل نه غواړو."
نوموړي د نیویارک، شیکاګو، فلادیلفیا، ډیټرویت، بالتیمور او اوکلنډ نومونو اخیستلو سره وویل، چې لیبرال ډیموکراټان دا ټول ایالتونه اداره کوي:
"موږ نه غواړو چې دا زموږ هېواد کې پېښ شي. "
ښاغلي ټرمپ په پورټلنډ کې د فدرالي قانون پلي کوونکو جنجالي هڅو ستاینه هم وکړه.
تېره مۍ میناسوټا کې د پولیسو ناوړه چلن پر وړاندې له هغه راهیسې لاریونونه پیل شول چې بې وسلې تورپوستی جورج فلویډ ووژل شو.
ولسمشر ټرمپ دوه اونۍ مخکې دغه سمندرغاړې ښار ته ځواکونه ولېږل، چې کورنۍ نارامي ختمه کړي.
د ولسمشر ټرمپ په خبره، د امریکا د کورني امنیت وزارت په چوکاټ کې دا سرتېري د هغو ښارونو د وګړو امنیت برابروي چې دوه میاشتې مخکې د جورج فلویډ مرګ پسې د مظاهرو له امله له تاوتریخوالي سره مخ و.