تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: نیویارک کې وضعیت له کنټرول وتلی
د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ مظاهرو ته په اشارې وايي، چې نیویارک ښار یې یو مخ له واک وتلی او د دغه ولایت پر والي غږ کوي چې مظاهرې وځپي.
د فاکس نیوز د رپوټ له مخې، ولسمشر ټرمپ پر والي انډریو کومو نیوکه کړې او ویلي یې دي: "ګډوډي، بې قانوني او وراني نیویارک په سر اخیستی دی".
وروسته ټرمپ زیاتوي: "والي کومو به کله له فدرالي حکومت مرسته وغواړي".
ولسمشر ټرمپ پرون وویل، چې د دې نارامیو د ختمولو لپاره به پوځ وکاروي.
نوموړي له والیانو او ښاروالانو غوښتي چې د پولیسو او ملي ګارډ کارولو سره پر سړکونو واکمن شي.
خو بیا هم د سې شنبې په ورځ د امریکا مختلفو ښارونو کې د ګرځبندیز اصولو د پیلېدو له وخت وروسته هم مظاهرې او لاریونونه روان وو.
پلازمېنه واشنګټن کې پر مظاهرو سربېره پرلت هم وشو. نیویارک کې هم اعتراضیانو له اصولو سرغړونه وکړه او خپلې مظاهرې ته یې دوام ور کړ.
په لاس ویګاس او سن لوییس کې پنځه پولیس ټپي شوي دي.
د مۍ پر ۲۵ له پولیسو سره د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې امریکا کې مظاهرې پیل شوې چې پکې د پولیسو د ګاډو سوځول او هټیو د لوټلو رپوټونه هم شته.
د اې بي سي نیوز وايي، د نیویارک پولیسو څانګه د ښار لوټونکي تعقیبوي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، د نیویارک څارګرې ادارې تېرې دوو ورځو کې د هغو ګاډو نمبرونه درک کړي چې منهټن کې یې بلواګر، لوټګر او غله لېږدولي دي.
دا ډول ځینې کسان له هټیو بهر مجهز لیدل شوي او دا کار یې پلاني بلل شوی دی.
د واشنګټن د کاتولیکانو یوه مذهبي مشر یوه عبادتځي ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګ نیوکه کړې او د نوموړي دا تګ یې "شرموونکی او د عامه فکرونو بدلوونکی" بللی دی.
دغه مذهبي مشر ویلټن ګرګوري په امریکا کې وروستیو توکمیزو نارامیو او له پولیسو سره د معترضانو ټکر ته په اشاره وايي، ډونلډ ټرمپ له خپل واک ناوړه ګټه اخلي.
ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې سې شنبه په واشنګټن کې د دویم پاپ جان پال په یاد عبادتځي ته لاړ او د پخواني پاپ له مجسمې سره ودرېد چې خبریالان یې انځور واخلي.
خو ګرګوري- چې واشنګټن کې د کاتولیک کلیسا لومړنی تورپوستی مشر دی- د ولسمشر ټرمپ دا ګام د مذهبي اصولو خلا بولي:
"کاتولیکان باید د ټولو خلکو له حقونو دفاع وکړي".
د مۍ پر ۲۵ امریکا کې د پولیسو له خوا د نیولو پر مهال د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې نږدې ۷۵ ښارونو کې مظاهرې پیل شوې، چې پکې له پولیسو سره تاوتریخوالی او د عامه ځایونو لوټل هم راځي.
دې مظاهرو کې له څلور زرو ډېر کسان نیول شوي او تر لسګونو ټپیان دي.
د جورج فلویډ لپاره مراسم
د جورج فلویډ کورنۍ د سې شنبې په ورځ د تګزاس په هوسټن ښار کې د نوموړي لپاره مراسم جوړ کړي و چې د چارواکو په خبره، نږدې شپږ زرو کسانو پکې ګډون درلود.
د هوسټن ښاروال او د پولیسو مشر هم دې مراسمو کې و.
جورج فلویډ چې هوسټن کې لوی شوی و، ټاکلې ده راتلونکې اونۍ دغه ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
نوموړی وروستیو کلونو کې د کار لپاره میناپولیس ته تللی و او هلته تر نیول کېدو وروسته یوه سپین پوستي پولیس ۹ دقیقې پر مرۍ ګوڼده ور اېښې وه چې له امله یې مړ شو.