تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مینیاپولېس ښار د جورج فلویډ کورنۍ ته ۲۷ میلیونه ډالر غرامت ورکوي
د امریکا د مینه سوټا ایالت د میناپولېس ښار شورا د جورج فلویډ کورنۍ سره د ۲۷ میلیون ډالرو په غرامت هوکړې ته رسېدلې ده. دغه افریقايي توکمه امریکايی د تېر کال می میاشت کې د پولیسو لخوا د نیول کېدو پر مهال مړ شوی و.
د ښاغلي فلویډ د مړینې ویډیو چې د دریک شووین په نوم یوه سپین پوستي پولیس یې د شاوخوا نهو دقیقو لپاره پر غاړه زنګون ایښی و او ده ویل "ساه نشم اخیستلی" ټولنیزو شبکو ته راووته او ډېره لاس په لاس شوه.
د دې ویډیو تر خپرېدو وروسته د امریکا ګڼو ښارونو کې د تور پوستو د حقوقو لپاره پراخ لاریونونه او اعتراضونه وشول.
د جورج فلویډ د کورنۍ وکیل وايي دا ویډیو "د عدالت او بدلون لپاره د نه انکارېدونکې غوښتنې" لامل شوه.
۲۷ میلیون ډالر تر دې دمه تر ټولو ډېرې پیسې دي چې مینه سوټا کې د مړینې په یوه قضیه کې د غرامت په ډول ورکول کېږي.
د پولیسو لخوا د جورج فلویډ مړینه د دې لامل شوه چې پر امریکا سربېره د نړۍ ځینو نورو هېوادونو کې هم د تور پوستو د حقوقو په ملاتړ لاریونونه وشي.
دریک شووین په وژنه تورن شوی او د روانې مارچ میاشتې پر ۲۹مه یې د محاکمه کېدو لپاره د منصفه پلاوي د ټاکل کېدو چارې روانې دي.
تر اوسه د دې قضیې د منصفه پلاوي له دولسو ۶ غړي ټاکل شوي.
خو د میناپولیس ښاري شورا تر محاکمې وړاندې یوې غونډه کې د رایو په یووالي تصویب کړه چې د ښاغلي فلویډ کورنۍ ته ۲۷ میلیون ډالر غرامت ورکړي.
د جورج فلویډ د کورنۍ د وکیلانو د ډلې مشر بن کرامپ وايي:
"دا چې په تېروتنې سره د مړینې په یوه قضیه کې تر محاکمې وړاندې د یوه تور پوستي کورنۍ ته تر ټولو لوړ توافقي غرامت ورکړ شو، دا پیاوړی پیغام لېږدوي چې تور پوستو ژوند اهمیت لري او د دوی پر وړاندې باید د پولیسو وحشت پای وموموي."
د جورج فلویډ د مړینې په اعتراض کې د امریکا او اروپا په لاریونونو کې هم د "تور پوستو ژوند اهمیت لري" شعار ورکول کېده، او ظاهرآ د نوموړي د وکیل اشاره هم همدې موضوع ته ده.