تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ: ښارونو ته له ځواکونو لېږلو پرته بله چاره نه لرو
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، حکومت یې له جرمونو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد ښارونو ته نور فدرالي ځواکونه استوي.
ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې وویل، شیکاګو ته د سلګونو فدرالي ځواکونو له استولو پرته بله لار نه لري.
نوموړی د ډیموکراټانو واک کې دوو نورو ښارونو-الباکرکي او کنزاس- ته هم فدرالي ځواکونه استول غواړي.
دا ځواکونه لا د مخه د اورګان په پورتلنډ کې ځای په ځای شوي، خو د سیمې ښاروال وایي، له دغو ځواکونو سره حالت خراب شوی دی.
د امریکا د عدلیې وزیر ویلیام بار د چارشنبې په ورځ د ټرمپ سره یو ځای وویل، حکومت نږدې دوه سوه فدرالي ځواکونه د میزوري کنزاس ښار ته استولي:
"همدومره شیکاګو ته هم استوي، نږدې ۳۵ هم د نوې مکسیکو الباکرکي ته هم لېږل کېږي".
ښاغلی ټرمپ- چې نومبر میاشت کې له سختو ټاکنو سره مخ دی- د توکمپالنې او پولیسو تاوتریخوالي ضد مظاهرو پیلېدو راهیسې یې "د نظم او قانون " ولسمشر شعار غوره کړی دی.
تېره مۍ کې د میناپولیس ښار کې د پولیسو سره د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې د امریکا د لسګونو ښارونو مظاهرو کې مدني سرغړونې هم وشوې.
په دا مهال د نیویارک، فیلادیفیا، لاس انجلس، شکاګو او میلواکي په ګډون ځینې ښارونو کې وسلوال تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی.
د سې شنبې په ورځ پورتلنډ کې د ۵۴ پرلپسې ورځې مظاهرو کې فدرالي ځواکونو د لاریونوالو پرضد اوښلن ګاز وکاراوه.
ځواکونو د سلګونو کسانو د تیت پرکولو لپاره- چې د فدرالي محکمې مخ ته ټول شوي وو- د خلکو کنټرولولو وسایل وکارول.
د ولسمشر ټرمپ له خوا ښارونو ته استول شوي ځواکونه د پورتلنډ سړکونو کې د بې نښانه ګاډو په ګرځولو تورنېږي.
په دوی دا تور هم دی چې ځینې معترضان یې په خپل سر نیولي دي.