د تحریک لبیک د څو مشرانو پرضد د ترهګرۍ او وژنې شکایت ثبت شو

پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د ملاتړو له خوا د دغه هېواد مختلفو ښارونو کې د تاوتریخجنو مظاهرو له امله د دوو پولیسو وژنې پسې لاهور او کراچۍ کې د دې ډلې د مشر سعد حسین رضوي او نورو مشرانو او غړو خلاف څو شکایتونه ثبت شول.

لاهور او کراچۍ مختلفو تاڼو کې شکایتونه د قتل، د قتل هڅې سربېره د عامه امن او ترهګرۍ ضد قانون له مخې ثبت شوي دي.

دغو شکایتونو کې ویل شوي چې دغو کسانو خواله رسنیو او جوماتو کې د اعلانونو له لارې خلک تاوجنو مظاهرو او د ټول پاکستان په ټپه درولو ته بللي دي.

د پاکستان مختلفو ښارونو کې پرون د مذهبي ګوند تحریک لبیک مشر سعد رضوي نیول کېدو پر ضد مظاهرو او احتجاجونو یو ځل بیا زور واخیست.

ٹی ایل پی

د عکس سرچینه، TLP

د عکس تشریح، سعد رضوي د اپرېل پر دوولسمه لاهور کې ونیول شو.

د دې احتجاجونو له کبله د پاکستان په ځينې سیمو کې د ورځني ژوند چارې ګډوډې شوې او د مظاهرو په سیمو کې انټرنېټي خدمتونه په ټپه درېدلي دي.

بل لور ته د کورنیو چارو فدرالي وزیر شیخ رشید احمد په مشرۍ غونډه کې د احتجاجیانو له لوري د تړل شویو لویو لارو پرانیستلو امر شوی دی.

که څه هم پاکستان کې د لویو لارو یا 'موټروې 'پولیسو په یوه ټویټ کې ویلي چې موټر وې لارې پرانیستې دي، خو بل لور ته د پلازمېنې اسلام اباد او پېښور او لاهور په ګډون د یو شمېر لویو ښارونو تر منځ د عمومي لارو اوږدو کې احتجاجیانو خنډونه رامنځته کړي او په ځینو سیمو کې مظاهره کوونکي او پولیس لاس او ګرېوان شوي دي.

ساسشول

د عکس سرچینه، Courtesy Ismail Sasoli

د پنجاب ایالت مرکز لاهور کې پولیس د مارش په بڼه پر سړکونو ګزمې کړې او د پېښور په رینګ روډ سیمه کې له مظاهرې وروسته یوه اړخیزه لار تړل شوې ده.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، پرون ماښام پولیسو له یو شمېر سیمو احتجاجیان وشړل چې د لویو لارو اوږدو کې یې پرلتونه کړي وو، خو نن یو ځل بیا د ښار له بېلا بېلو برخو د مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.

دغه راز له کراچۍ نه کوټې ته غځېدلې لویه لار هم له پرون راهیسې مظاهره کوونکو تړلې ده.

د بلوچستان په خضدار سیمه کې پرون د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ اخ و ډب کې یو کس ووژل شو، چې مظاهره کوونکي یې نن هم له مړي سره یو ځای احتجاج کوي.

تحریک لبیک ولې احتاج کوي؟

ٹی ایل پی کا احتجاج

د عکس سرچینه، Social Media

تحریک لبیک پاکستان د تېر کال نومبر کې له اوږدو احتجاجونو وروسته له پاکستان حکومت سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې به یې د پارلمان له منظورۍ وروسته حکومت دوو یا دریو میاشتو کې د فرانسې سفیر له دې هېواده شاړه.

د هغې هوکړې له نه عملي کېدو وروسته یاد ګوند د سږ کال فبرورۍ کې له حکومت سره یوه بله هوکړه وکړه، چې له مخې یې د فرانسې سفیر شړلو لپاره حکومت ته د اپریل میاشتې تر ۲۰ پورې وخت ورکړل شو.

دا وروستیو کې د کورونا وبا سر بېره یاد ګوند اعلان وکړ چې که له اپریل ۲۰ مخکې د فرانسې سفیر له هېواده و نه شړل شي، دوی به د اسلام اباد پر لور لانګ مارچ یا ستر لاریون وکړي.

د سعد رضوي نیول کېدل

مظاہرہ

د عکس سرچینه، CourtesyTLP

پولیسو په ظاهره د نوموړي نیول کېدو په هکله څه نه دي ویلي، خو د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د نوموړي ګوند د اپریل پر ۲۰ مه نېټه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د 'ناموس رسالت مارش ' په نامه د لاریون پرېکړه کړې وه او احتمالاً له همدې کبله نیول شوی دی.

د دې لاریون لامل دا بلل کېږي چې حکومت ولې تر اوسه د فرانسې سفیر له هېواده نه دی شړلی.

پرون ښاغلی رضوي داسې مهال ونیول شو، چې په یوه جنازه کې د ګډون لپاره پر لار و او د نوموړي له نیول کېدو سملاسي وروسته د هغه ګوندي ملګرو په اسلام اباد، لاهور، کراچې، راولپنډۍ او ځینې نورو ښارونو کې مظاهرې او لاریونونه پیل کړل.

مظاهرینو سړکونه وتړل او ترافیکي نظام یې ګډوډ کړ.

سعد رضوي څوک دی؟

سعد رضوی

د عکس سرچینه، TLP

د عکس تشریح، سعد رضوي د پلار خادم رضوي له مړینې وروسته د تحریک لبیک پاکستان مش شو

تېر کال د خادم رضوي له مړینې وروسته د تحریک لبیک تحریک مشرتابه شورا د هغه زوی سعد رضوي د تحریک مشر وټاکه.

هغه مهال سعد رضوي د خپل پلار جنازې مراسمو کې اعلان وکړ، چې د پلار پر پله به روان وي او د تحریک چارې به پر مخ بیايي.

سعد رضوي اوس په لاهور کې د خپل پلار په ابوذر غفاري مدرسه کې د نظامي درس طالب دی چې په پاکستاني مدرسو کې د ماسټرۍ کچې زدکړو حیثیت لري.