یوري ګاګارین: فضا ته د لومړني انسان د سفر پټ خطرونه

یوري ګاګارین هغه لومړی انسان چې فضا ته واستول شو

د عکس سرچینه، Gamma Keystone/Getty Images)

د عکس تشریح، یوري ګاګارین هغه لومړنی انسان چې فضا ته واستول شو

شپېته کاله وړاندې یوري ګاګارین لومړنی انسان شو چې فضا ته یې سفر وکړ، خو ان ښايي هغه پخپله هم پر دې نه پوهېده چې په دغه ماموریت کې یې ځان څومره خطر ته ورکړی دی.

"زه دلته لرې د ځمکې د پاسه په یوه کوچنۍ کوټۍ کې ناست یم. ځمکه آبي ده، زه پکې هېڅ نشم کولی."

د ډېوېډ بويي د 'سپېس اوډېټي' دا جمله د هغو احساساتو خلاصه ده چې باید یوري ګاګرین د لومړني انسان په توګه بهرنۍ فضا ته د سفر پر مهال محسوس کړې وي.

خپله تنګه فضايي بېړۍ کې چې تر دوو مترو لږه پراخه وه، فضا ته د یوري ګاګارین تګ د یوه ستورمزلي پرتله د یوه مسافر په څېر وو .

هغه د یوه 'پیلوټ' په توګه د خپلې بېړۍ د کنټرول وسایل هم نه لرل.

له ځمکني کنټرول سره د اړیکې د متن له مخې، د خپلې بېړۍ له کړکۍ د بهر منظرې ګاګارین هېښ کړی و او زموږ د سیارې د 'ښکلې هالې' او د ځمکې پر مخ د ورېځو د سیوري د ښکلا په اړه یې تبصره کوله.

د ۱۹۶۱ کال د اپرېل په ۱۲ مه فضا ته د ګاګارین سفر د امریکا پر وړاندې سیالۍ کې د شوروي اتحاد لپاره یوه ستره بریا وه، او بېرته ځمکې ته راګرځېدل یې داسې بریالیتوب و چې سترګې پرې نشوې پټېدلی.

خو ګاګارین د تاریخ جوړولو لپاره داسې خطرناکې ننګونې ته ځان ورکړ چې خورا ډېره زړورتیا یې غوښته.

هغه په یوه داسې بېړۍ کې چې ژغورندویه کنټرول یې نه درلود، داسې یوه مرموز ځای 'فضا' ته وخوځېد چې هغه مهال تقریبا په بشپړ ډول ناپېژانده و.

په ورته وخت کې هغه د یوه داسې توغندي په وسیله استول کېده چې د ناکامو او بریالیو ازموینو برابره مخینه یې درلوده.

ګاګارین د قربانۍ د پسه رول ادا کاوه او ماموریت یې ځینو پوښتنو ته د ځواب موندلو لپاره طرح شوی و.

ایا انسان فضا کې ژوندۍ پاتې کېدای شي؟ ایا فضايي بېړۍ له دې سفره روغه راوتلی شي؟ او ایا فضايي بېړۍ له ځمکې سره رغنده اړیکه ساتلی شي، چې خوندي ناسته یې ډاډمنه شي؟

هغه مهال هېڅوک هم د توغندیو، فضايي بېړیو، د اړیکو په کنټرول او سیستم - او پر دې ټولو سربېره ان پر دې باورمن نه وو چې انسان دې فضا کې ژوندی پاتې شي.

فضايي انجنیر بورېس چېرتوک تر دغه ماموریت نږدې نیمه پېړۍ وروسته په خپل کتاب 'توغندي او خلک' کې لیکلي: " که وسټوک فضايي بېړۍ د نن ورځۍ ساینسپوهانو مخ ته کېښودل شي، نو یو تن به هم فضا ته د هغې د استولو رایه ور نه کړي."

هغه زیاتوي: " [هغه مهال] ما د تایید دا پاڼې لاسلیک کړې چې هر څه راته سم ښکاره شوي او د دغه ماموریت خوندیتوب مې تضمین کړ. اوس به مې دا لاسلیک په هېڅ صورت نه وای کړی. ډېره تجربه مې ترلاسه کړې او پر دې پوه شوی یم چې څومره خطر ته ورغاړېوتي یو."

د واسټوک ناکامه تجربې

په مسکو کې د ګاګارین په یاد مجسمه

د عکس سرچینه، Joel Sagat/AFP/Getty Images)

د عکس تشریح، په مسکو کې د ګاګارین په یاد مجسمه

د واسټوک توغوونکی چې په همدې نوم فضايي بېړۍ پکې لګول شوې وه، د ار-۷ توغندي په وسیله توغول کېده. ار-۷ د لویو وچو ترمنځ مزل وهونکی دوه پړاویزه توغندی و چې لومړی ځل د ۱۹۵۷ کال اګست کې وتوغول شو.

په همدغه کال د ځمکې لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ، سپوټنیک۱ له ار-۷ توغندي واخیستل شوه. د ار-۷ طرحه خورا بریالۍ وخته او اوس هم روسیه د انساني فضايي الوتنو لپاره د همدې کورنۍ توغندي کاروي.

په ۱۹۶۱ کال هر څه ډېر بدل شوي وو.

ښاغلی چېرتوک په خپل کتاب کې لیکي: " که د توغندیو د خوندیتوب د معاصرو معیارونو له اړخه مخ ته ولاړ شو، له ۱۹۶۱ کال وړاندې د خوشبینۍ او هیلمنتیا لپاره هېڅ دلیل نه شته. خو دغه کال مو لږترلږه اته پرله پسې بریالۍ توغونې درلودې."

"[خو] په ۱۹۶۰ کال له پنځو سپوږمکیو څلور له ځمکې ووتې. له هغوی یوازې درې د ځمکې مدار ته ورسېدې، او یوازې دوه بېرته ځمکې ته راوګرځېدې. ځمکې ته له دغو دوو بېرته راګرځېدلو بېړیو څخه هم یوازې یوه په نورمال ډول کیناسته."

د واسټوک پروګرام لومړنۍ توغونه د ګاګارین تر ماموریت له یو کال کمه موده مخکې د ۱۹۶۰ کال د می په ۱۵مه ترسره شوې وه. د سپوږمکۍ په دې بېړۍ کې د انسان یو ګوډاګی هم و چې د ایوان ایوانویچ نوم ورکړ شوی و.

دا بېړۍ د ځمکې مدار ته ورسېده، خو بېرته راونه ګرځېده. د لوري موندونکي سیستمونه یې له کاره ولوېدل.

د اګست په ۱۹مه د بېلکا او سټرېلکا په نوم سپي فضا ته واستول شول او بېرته راوګرځېدل، چې دا د ټول ۱۹۶۰ کال یوازنی بریالی ماموریت شو.

په دې پسې نورې هڅې بیا دومره بریالۍ نه وې.

د ډسمبر په لومړۍ نېټه یوه بل ماموریت چې په هغه کې هم د موشکا او پچېلکا په نومونو سپي لېږدول کېدل، له خپل محاسبه شوي لوري راونشو ګرځیدلی، او د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهورتیونو له پولو بهر یې په راکېوتلو پیل وکړ.

د دې لپاره چې د شوروي ټکنالوجي د نورو هېوادونو لاس ته ورنشي، دغه بېړۍ د عملې له سپیو سره یو ځای په بشپړ ډول له منځه یوړل شوه.

تقریبا عالی

لومړنی انسان چې فضا ته واستول

د عکس سرچینه، Yuri Kadobnov/AFP/Getty Images)

د عکس تشریح، که څه هم شوروي اتحاد له منځه تللی خو د ګاګارین یاد ژوندی دی

د ۱۹۶۱ کال د اپرېل ۱۲مه د ګاګرین د الوتنې پر مهال، توغندي هر څه تقریبآ په عالي ډول ترسره کړل. په فضايي ټکنالوجۍ کې د ناغېړۍ ځای نشته، او دا کار "تقریبآ" د ګاګارین په ژوند هم تمامېدای شو.

له ګڼو تخنیکي ستونزو سره سره د هغه لېږدونکې فضايي بېړۍ له اټکل په یو څه لوړه ارتفاع کې مدار ته ننوته.

بېړۍ یې برېکونه درلودل، خو کار یې نه کاوه. ګاګارین اړ وو ځمکې ته د راګرځېدو لپاره دې ته انتظار وکړي چې فضايي بېړۍ یې پخپله کیوتل پیل کړي.

په واسټوک کې که څه هم تر یوې اوونۍ د ډېرې مودې لپاره اکسیجن، خواړه او اوبه موجود وو، خو مدار کې لوړه ارتفاع یې د دې لامل ګرځېده چې بېرته کښته راتلل یې تر دې ډېر وخت واخلي.

که داسې کېدل نو له ګاګارین سره ښايي توکي خلاص او مړ شوی وای. له نیکه مرغه برېکونو کار پیل کړ.

بېرته ځمکې ته تر راګرځېدو وړاندې د فضايي بېړۍ د هغو مزو د جلا کېدو چاره ناکامه شوه چې د ګاګرین لېږدونکی کپسول او خدماتي واحد یې سره نښلاوه.

دا د دې لامل شوه چې د ګاګارین لېږدونکی کپسول له وړاندې له یوه نه اټکل شوي اضافي واحد سره د ځمکې په لور راوخوځېږي.

د کپسول دننه تودوخه په خطرناک ډول لوړه شوه، خورا چټک چوریدل یې پیل کړل او ګاګرین تقریبآ بې سده شو.

دغه ستور مزلي وروسته وویل: "زه د ځمکې په لور د اور په وریځو کې روان وم."

لس دقیقي همداسې تېرې شوې چې بالاخره د خدماتي واحد مزي په بشپړ ډول وسوځېدل او د ګاګرین کپسول ترې جلا شو.

مخکې تر دې چې د ګاګارین کپسول له ځمکې سره ولګېږي، هغه ترې د خوندي کیوتلو لپاره چترۍ (فراشوت) کې ووت او والګا ګراد سیند ته نږدې کیوت.

دا چاره د هوانوردۍ نړیوال فدراسیون (اېف اې ای) له معیارونو سره په ټکر کې وه، ځکه دا اصول وايي چې ستورمزلی باید په فضايي بېړۍ کې بېرته ځمکه ته راکیوځي او له دې پرته فضايي سفر نه ګڼل کېږي.

خو چارواکو دا له پامه وغورځوله چې ګاګرین د ځمکې پر لورو څو وروستي کیلومتره مزل خپله بېړۍ کې نه دی کړی.

اېف اې ای د هغه فضايي الوتنه تایید کړه او پایله کې یې د فضايي سفر لپاره د ټاکلي معیار مهم ګامونه هم بدل شول چې اوس خوندي توغېدل، مدار ته رسېدل او د پیلوټ بېرته راګرځېدل دي.

زه په ډېر څه پوهېږم

لومړنی انسان چې فضا ته واستول

د عکس سرچینه، Hoxton/Getty Images)

د عکس تشریح، ګاګارین له بریتانیا د لېدنې پرمهال

د بي بي سي روسي خدماتو له دریو روسي ستورمزلو پوښتلي چې ایا دوی به د ۱۹۶۱ کال په واسټوک فضايي بېړۍ کې فضايي سفر ته چمتو شي.

له دوی څخه پاول وینوګرادوف چې په ۱۹۹۷، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۶ کال کې درې ځله فضا ته ختلی وايي، دی له خطر سره سره دغه سفر ته چمتو دی، خو دا کار یوازې د خپل ماجراجویانه خوی له مخې کوي. خو څرنګه چې ګاګارین وايي هغه بیا په جلا موقعیت کې و او داسې نه ښکاري چې پر دغو ټولو ګواښونو دې خبر و.

وېنوګرادوف وايي: "زه چې لومړی ځل الوتم، تاسې باید زما پوهه درک کړئ. زه یو انجنیر یم، پر ډېر څه پوهېږم. خو ګاګارین ښايي پر دې هېڅ څه هم نه پوهېده."

میخایل کورنینکو چې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کال دوه ځله فضا ته تللی وايي، ښکاره ده چې په ۱۹۶۱ کال یې د ګاګارین پر ځای دا کار کاوه، خو اوس ور ته غاړه نږدي، ځکه خطر یې جوت او خورا لوړ دی.

سرګي ریازانسکي هم دوه ځله فضا ته سفر کړی.

هغه وايي د ستورمزلو ادارې هغه مهال پوځي پیلوټان او داسې بادسپلینه کسان ګومارل، چې د خاورې لپاره د خپل ژوند قربانۍ ته چمتو وو.

هغه وايي: "ښايي که په هغه منګ وم، نو د خپل ماجراجویانه خصلت له کبله مې ورسره [په واسټوک فضايي بېړۍ کې فضا ته سفر] منلې وای. خو اوس، یقینا دا کار نه کوم. زه څلور ماشومان او د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسئولیت لرم."

هغه زیاتوي: "هر نورمال کس وېره لري. او دا ښه ده. یو شخص باید ډېر متمرکز، ډېر مراقب او ډېر مسئولیت مننونکی وي."

زموږ ژوند د تل لپاره بدل شو

لومړنی انسان چې فضا ته واستول

د عکس سرچینه، Daily Herald/Getty Images)

د عکس تشریح، د نړۍ لر او بر کې خلکو د ګاګارین تود هر کلی وکړ

د یوه کلیوال کروندګر زوی، یوري ګاګارین د یوه نوم ورکي کس په توګه فضا ته ولاړ، خو بېرته راګرځېدو سره د ځمکې په تر ټولو مشهور شخص واوښت.

دې الوتنې هغه د روسیې ملي اتل او په نړیواله کچه په یوې مطرح څېرې بدل کړ. تر دغه فضايي سفر وروسته د شوروي اتحاد د لاسته راوړنو د ښودلو لپاره د چکسلواکېا، بلغاریا، فنلنډ، بریتانیا، ایسلنډ، کیوبا، برازیل، کاناډا، هنګري او هند په ګډون د نړۍ مختلفو هېوادونو ته ولاړ.

د هغه لور اېلېنا ګاګارینا په ۲۰۱۱ کال بي بي سي ته وویل: "یقینا دا په دې معنا وه چې زموږ ژوند یې د تل لپاره بدل کړ. زما د مور او پلار شخصي ژوند ورسره خورا ستوزمن شو. تر دې الوتنې وروسته یې له یو بل سره د خصوصي ژوند د تېرولو فرصت ډېر راکم شو. هر ځای به خلک ترې راټولېدل، غوښتل یې هغه وویني، خبرې ورسره وکړي او لمس یې کړي."

ګاګارین که څه هم د یوه بل سفر لپاره چمتووالی وښود، خو د شوروي اتحاد د ملي اتل د حیثیت له مخې له نورو فضايي الوتنو منع شو.

هغه وروسته نور ستورمزلي وروزل او د فضايي انجنیرۍ په ژوکوفسکي معتبر انسټیټیوټ کې یې نوم ولیکه او د ۱۹۶۸ کال فبرورۍ کې ترې په عالي درجه فارغ شو.

د هغه مېګ-۱۵ الوتکه د همدغه کال مارچ کې د یوې معمولي ازمیښتي الوتنې پر مهال ولویده، چې نوموړی پکې له خپل مرستیال پیلوټ سره یو ځای مړ شو.

یوري ګاګرین د مړینې پر مهال ۳۴ کلن و.