میانمار کې د کودتا ضد لاریون ځپلو کې 'لسګونه کسان وژل شوي'

په باګو ښار کې د لاریونیانو د ځپلو له کبله ګڼ وګړي نژدې کلیو ته تښتېدلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په باګو ښار کې د لاریونیانو د ځپلو له کبله ګڼ وګړي نژدې کلیو ته تښتېدلي

فعالان وايي، د میانمار (برما) باګو ښار کې د دولت ضد لاریونونو په ځپلو کې د پوځي کودتا لږترلږه ۸۰ مخالفان وژل شوي دي.

د بشر حقونو د مدافعانو په وینا، د میانمار پوځ په باګو کې د جمعې ورځې تر وژنو وروسته، د وژل شویو کسانو مړي راغونډ کړي چې د ځینو مړي لا نه دي پېژندل شوي.

عیني شاهدان وايي، پوځ د لاریونیانو د ځپلو لپاره له درنو وسلو کار اخیستی او ‌"پر واټونو یې چې هرڅوک لیدلي ویشتلي یې دي".

د یاد ښار ډېری اوسېدونکي کلیوالو سیمو ته تښتېدلي او ددې خبرې خپرېدل د رسنیو د پراخ سانسور له کبله یوه ورځ ځنډول شوي دي.

د میانمار پوځ د فبرورۍ په لومړیو کې واک ته ورسېد او د یوه کال لپاره یې د پوځي حکومت جوړېدو اعلان وکړ.‌

تر اوسه میانمار کې د دولت ضد مظاهرو پرمهال د پوځي کودتا تر ۶۰۰ ډېر مخالفان وژل شوي دي.

جګپوړو قومندانانو دا خوځښت "په ټاکو کې د انګ سان سوچي په مشرۍ د دیموکراسۍ د ملي لیګ ګوند په ګټه د پراخو درغلیو" له کبله بللی دی.

د میانمار د پارلمان ایستل شوي غړي او په ملګرو ملتونو کې د میانمار لیرې کړل شوي سفیر تېره ورځ یو لیک خپور کړ چې له امنیت شورا یې پکې غوښتي وو پر کودتاګرو بندیز ولګول شي او له دې هېواده یې دې پر وتلو بندیز ولګول شي.

ددې لیک لاسلیکوونکو خبرداری ورکړی چې میانمار د لا نورې ګډوډۍ خوا ته روان دی.

باګو ښار لوی یانګون ښار ته نژدې پروت دی، چې د څارونکو ډلو په وینا، ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر اعلان شوې شمېرې لا ډېر لوړ وي.

د میانمار ځینو رسنیو د لاریون یوه سمبالګر یيي هټوټ له خولې ویلي "د ټولوژنې د پېښو په څېر، هر سیوری ویشتل کېده".

د نړیوال کړکېچ ګروپ یوه جګپوړي سلاکار ریچرډ هارسي ویلي، د پوځ کړنې د هېواد وضعیت لا د کړکېچ خوا ته بیايي.

میانمار (برما)

  • میانمار چې په برما هم مشهور دی په ۱۹۴۸ کال له بریتانیا خپلواکي واخیسته. د معاصر تاریخ ډېره موده واکمني یې د پوځ په لاس کې ده.
  • له ۲۰۱۰ کال راهیسې پر دې هېواد بندیزونه په سپکېدو دي، چې بالاخره په ۲۰۱۵ کال کې ازادې ټاکنې وشوې او د لانجمنې سیاستوالې انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت ټاکنې وګټلې.
  • په ۲۰۱۷ کال، د میانمار پوځ د روهینګیانو پرضد پوځي عملیات بېرته پیل کړل، چې په پایله کې د هېواد له لروبره تر نیم میلیون ډېر روهینګیا مسلمانان بنګله دېش ته وتښتېدل، ملګرو ملتونو د میانمار دا عمل "د نسل ورکولو" یوه هڅه وبلله.