د سوريې ولسمشر بشار الاسد او مېرمن يې په کورونا وېروس اخته شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د سوريې حکومت وايي، د دغه هېواد د ولسمشر بشار الاسد او مېرمنې يې اسما د کورونا معاينې پایله مثبته راوتلې ده.
د دغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر په يوه بيانيه کې ويلي، "اوس د دواړو روغتيايي حالت ښه دی او د راتلونکو دريو اوونيو لپاره به په خپل کور کې ځانونه قرنطين کړي". ښاغلی اسد ۵۵ او مېرمن يې ۴۵ کاله عمر لري.
د سوريې د سره صليب کمېټې په وروستیو کې ويلي چې د فبرورۍ مياشتې له نیمايي راهیسې په دې جګړه ځپلي هېواد کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر زيات شوی دی. خو د اصلي شمېرو معلومول ګران دي ځکه په دې هېواد کې د کورونا وېروس ازموينو ظرفيت محدود دی او د لس کلنې جګړې وروسته يوازې نيمایي روغتونونه په بشپړ ډول فعال دی.
د سوريې حکومت د کورونا وبا له پیل راهيسې په دې هېواد کې د کوويډ ۱۹ ناروغۍ ۱۵ زره مثبتې پېښې ثبت کړې او د مړينې شمېر بيا له زرو تنو زيات يادوي.
د دې هېواد په شمال لويديځ کې مخالفې ډلې تر خپلې ولکې لاندې سيمو کې ۲۱ زره مثبتو پېښو او د ۴۰۸ کسانو د مړينې خبر ورکوي.
د سوريې حکومت تېره اوونۍ ويلي وو چې د لومړۍ کرښې روغتيایي کارکوونکو ته يې د واکسين ورکول پيل کړي دي چې په وينا يې له يوه "ملګري هېواده" يې واکسين ترلاسه کړی دي. خو مخالفين د واکسين په اړه له مرسته کوونکو سره په جلا ډول خبرې کوي.
په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله د کورونا وېروس نژدې ۱۱۷ ميليونه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دوه نيم ميليونه زياتو کسانو ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په نړۍ کې امريکا دغه وېروس ډېره ځپلې ده. په دې هېواد کې ۲۹ ميليونه تنه په کورونا ويروس اخته شوي او له ۵۲۵ زرو زيات کسان يې مړه کړي دي.
د افغانستان په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د کورونا واکسين ورکولو پروسه پيل شوې ده.









