سوریه کې د بشار الاسد د مخالفو پاڅونوالو سمبول ومړ

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د سوریې د ولسمشر پروړاندې د مخالفو پاڅونوالو سمبول فوټبالر عبدالباسط ساروت چې په حمص کې د کورنۍ جګړې پرمهال ټپي شوی و، د خپلو ټپونو له امله ومړ.
نوموړی چې د بشار الاسد د دولت مخالف و او د پاڅونوالو لپاره یوه بېلګه جوړ شوی و، تېره ورځ (غبرګولی ۱۸) مړ شوی دی.
د سوریې د خلکو قیام پرمهال ساروت یوازې ۱۹ کلن و.
نوموړی د سوریې د ځوانانو د فوټبال لوبډلې ګول ساتونکی و او وروسته له هغه چې په سوریې خلکو ددې هېواد د ولسمشر بشارالاسد پروړاندې قیام وکړ، ساروت له دوی سره په ۲۰۱۱ کال کې ملګری شو او موده وروسته هغه د پاڅونوالو په یو سمبول بدل شو.
کله چې د بشارالاسد ملاتړو ځواکونو د حمص ښار کلابند کړ، عبدالباسط ساروت له دې ویجاړونکې محاصرې روغ ووت خو د ده د کورنۍ څو غړي په یادې کلابندۍ کې ووژل شول.
د بی بی سی خبریال سباسټین اوشر وایي، ډېری کسان د هغه برخلیک او د بشار الاسد له مخالفو وسله والو سره د هغه د یوځای کېدو لوړې ژورې د بشارالاسد په خلاف ددغه هېواد د خلکو د ناکام او خونړي پاڅون یو تت انځور بولي.
ساروت څوک و؟
د جیش العزة مشر چې لاهم د سوریې د حما په ښار کې له دولت پلوو ځواکونو سره جګړه کوي، ساروت مړینه تایید کړې او هغه یې شهید بللی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو څار بنسټ چې دفتر یې په برتانیه کې دی ویلي، ښاغلی ساروت د سوریې په حما کې د تېرو دوو ورځو (پنجشبه او جمعه) د جګړې پرمهال ټپي شوی و او د شبنې په ورځ د ټپونو له امله ومړ.
تر اوسه د سوریې پوځ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
عبدالباسط په ځوانه څېره او اوږدو ویښتانو په داسې حال کې چې انقلابي ترانې به یې ویلې د سوریې د نامتو هنرمند فدوي سلیمان ترڅنګ د خلکو د انقلاب په یو سمبول بدل شو.
دغه دواړه کسان چې په ۲۰۱۱ کې له سوله ییز پاڅون سره یوځای شول، ډېر ژر د پاڅونوالو او رسنیو د پام وړ شول.

د عکس سرچینه، AFG/Getty Images
خو لنډه موده وروسته اعتراضونو په کورنۍ جګړې بدل شول او ساروت هم وسله واخیسته او په حمص کې د دولت د له مخالفو وسله والو لیکو سره یوځای شو.
هغه د "حمص ته بیا ستنېدنه" په نوم مستند فلم کې هم څرګند شو او خپل داستان یې بیان کړ چې څنګه د فوټبال لوبغاړي نه یو وسله وال چریک باندې بدل شو. دغې مستند د نړیوالو فلمي فیسټیوالونو پام هم ځان ته واړاوه.
سره له دې چې د سوریې دولت عبدالباسط سارو ته د "جهادي ترهګر" په سترګه کتل، داسې اوازې هم شته چې نوموړي له داعش سره هم بیعت کړی و.
خو نوموړي له مړینې وړاندې دا ادعاوې رد کړې وې او زیاته کړې یې وه چې کله داعش په سوریه کې یوازینۍ بریالۍ جګړه ماره ډله جوړه شوې وه، له دوی سره د یوځای کېدو فکر یې کړی و.
دده ملګر فدوي سلیمان دوه کاله وړاندې چې کله سلګونه زره سوري کډوال بهرنیو هېوادو ته کډوال شول، دی هم فرانسه کې مېشت شو او هلته د سرطان له مله ومړ.
اوس د ساروت په مړینه د سوریې د انقلاب دویم سمبول هم ومړ.








